د امریکا منتخب صدر ډونالډ ټرمپ په پېرس کې د فرانس او اوکراین له مشرانو سره د ملاقات نه وروستو، د اتوار/یکشنبې په ورځ، په اوکراین کې د یوې فوري ډزبندۍ غوښتنه وکړه او دعوه یې هم وکړه چې کیېف د څه باندې زر ورځو جنګ د ختمېدو دپاره "غواړي یوه معاهده کول غواړي".
ټرمپ د تروټ سوشل په نوم خپل شوشل مېډیا پلېټفارم کې ولیکل چې ماسکو او ماسکو دواړو په داسې یو جنګ کې "چې هېڅ په کار نه وه پیل شي"، خپل خپل په لکهاوو عسکر وبایلل.
ټرمپ زیاته کړې چې "په کار ده فوري ډزبندي وشي او مذاکرات پیل شي. ډېر کسان غیر ضروري ووژل شول، بېحده ډېرې کورنۍ تباه شولې."
ټرمپ د روس په صدر ولاډیمیر پوټین هم غږ وکړ چې د جنګ ختمولو دپاره دې عمل وکړي.
ټرمپ دا خبرې پس د هغه وکړې چې د خالي/شنبې په ورځ یې د فرانس له صدر اېمانوېل مېکرون او د اوکراین له صدر ولاډیمیر زېلنسکي سره یو ملاقات وکړ. زېلنسکي وروستو دا لیدنه "تعمیري" وبلله.
صدر زېلنسکي چې وروسته د خبریالانو سره غږېده، ټینګار یې وکړ چې هر قسمه د امن معاهده باید د اوکراین د خلکو دپاره "منصفانه وي چې روس، پوټین او یا بل کوم هر یرغلګر بیا د واپس کېدو چانس ونلري."
صدر زېلنسکي په یو بل بیان کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې سوشل مېډیا کې خپور کړ، دعوه وکړه چې له هغه وخته چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري ۲۴مه کې روس ورباندې پراخ پوځي یرغل وکړ، تر اوسه د اوکراین دري څلوېښت زره (۴۳۰۰۰) عسکر وژل شوي او درې لکه و اویا زره (۳۷۰۰۰۰) نور یې زخمیان شوي دي.
روس او اوکراین دواړه نه غواړي چې د خپلو مرګ ژوبلو سرکاري شمېرې خپرې کړي، خو مغربي چارواکو ویلي چې په وروستیو څو میاشتو کې د اوکراین په ختیځ کې د سختې جګړې له امله دواړو اړخونو ته بې مثاله ډېر مرګ ژوبله اوړېدلې ده، کوم کې چې هره میاشت په لسهاوو زره مړه او زخمیان شوي دي.
Forum