په داسې حال کې چې د شام ګڼ شمېر خلک د پخواني آمر بشارالاسد د واک ختمېدو خوشحالیانې کوي، د دې ملک په جنوب کې اسرائیلي ځواکونو په ځینو سرحدي علاقو باندې "موقته ولقه" لګولې ده.
د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د ګولان له جګو سیمو نه په یو ویډیویي بیان کې ویلي چې ځواکونو یې د ګولان په غرونو کې یو بفر زون یا منځنۍ علاقه چې د ۱۹۷۴ کال د ډزبندۍ د معاهدې په نتیجه کې یې حدود ټاکل شوي و، په "موقته توګه" پس د هغه ولقه لګولې چې د شام عسکرو خپلې مورچې پرېښودې او ولاړل.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو یا آی ډي اېف هم په دې اړه یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې په شام کې د وروستیو واقعاتو په لړ کې ګني وسله وال کسان په بفر زون یا منځنۍ علاقه کې ننوتي وو او بیا چې اسرائیل د حالاتو جاج واخېست، نو فیصله یې وکړه چې "دفاعي ځواکونه یې د اسرائیل د دفاع په خاطر، په بفر زون/منځني علاقه او څو نورو ځایونو کې ځای پرځای کړي چې دې سره د ګولان په جګو سیمو کې د اسرائیلي شهریانو تحفظ یقیني کړي."
د اسرائیل دفاعي ځواکونو پخپل بیان کې ټینګار کړی چې دوی د شام په داخلي چارو کې مداخلت نه کوي او تر وخته چې ضرورت وي، په بفر زون کې به پاته شي.
په همدې حال کې د اېمنسټي انټرنېشنل تنظیم غږ جګ کړی چې اسرائیلي ځواکونو د غزې پټۍ په ختیځ اړخ کې هم سر ترسره یو "بفر زون" ته زیات وسعت ورکړی چې د اېمنسټي انټرنېشنل په وینا، په کار ده د اسرائیل دا ګام د جنګي جرمونو په حیث وڅېړل شي.
Forum