لاس رسیدونکی لینک

 
بشار الاسد ماسکو ته رسېدلی او پناه ورکړی شوې – د روس سرکاري مطبوعات
تازه خبر

بشار الاسد ماسکو ته رسېدلی او پناه ورکړی شوې – د روس سرکاري مطبوعات


په روس کې سرکاري خبرې ادارو د کرملېن د یوې ذریعې په حواله چې نوم یې ندی اخېستل شوی، رپوټ ورکوي چې د شام تښتېدلی صدر بشار الاسد د روس پایتخت ماسکو ته رسېدلی او هلته کې ورته پناه ورکړی شوې ده.

تر دې وړاندې دا نه وه معلومه چې اسد د دمشق نه د وتلو وروستو چېرته تللی دی. داسې ګنګوسې هم وې چې یو جهاز د دمشق نه د متحده عربي اماراتو ابوظبي خوا ته تللی و، خو د اماراتو چارواکو دا خبره تائید نکړه چې ګني اسد دې اماراتو ته تللی وي.

بیا د هوایي جهازونو د تګ راتګ د مسیر معلومولو یو وېب سایټ داسې معلومات وښودل چې د دمشق نه یوې روسۍ طیارې د شمال لویدیځ خوا ته پرواز کړی، خو وروستو یې بیرته ختیځ ته مخ اړولی او بیا یې ارتفاع ټیټه شوې ده. یاد وېب سایټ بیا د طیارې د تګ لاره ورکه کړې ده او دا ګومانونه یې هم پیدا کړل چې ښایي د اسد جهاز چېرته غورځېدلی اوسي.

دا اول ځل دی چې د روس سرکاري مطبوعات، د شام د حکومت نسکورېدو وروستو، ماسکو ته د بشارالاسد د رسېدو خبر ورکوي.

روس د ډېرې مودې راهېسي د بشارالاسد د رژیم کلک ملګری پاته شوی و.

بشار الاسد په ۲۰۰۰م کال کې د شام د صدر په حیث وټاکل شو، او څلورویشت کاله یې هلته آمرانه واک وچلولو، څو په آخره کې یې حکومت د یاغیانو په لاس رانسکوره شو او هغه د اتوار/یکشنبې په ورځ له دمشق نه وتښتېد او پایتخت یې یاغیانو ته پرېښود.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG