د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ډېره اسماعیل خان کې عمليات کړي او د تحریک طالبان پاکستان دوه وسله وال یې وژلي دي.
پوځ پرون په نهم دسمبر ويلی، ډېره اسماعيل خان کې یې د استخباراتو په اساس د وسله والو ضد عملیات کړي، دوه وسله وال یې وژلي او بل یې په ژوبل حالت کې نيولی دی، پوځ د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د خوارج په نوم يادوي.
پوځ ويلي، وسله وال د امنيتي ځواکونو ضد ترهګرو هلوځلو او بې ګناه خلکو په وژنه کې ککړ وو، او د ولقې څخه یې وسله ترلاسه کړل شوې ده.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.
د خالي یا شنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار خپل بیان کې ویلي وو، د 6م او 7م دسمبر په منځنۍ شپه کې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په درېو بیلابیلو سیمو کې عملیات ترسره کړي دي.
پوځ ویلي وو، امنیتي ځواکونو د ټانک ضلعې په ګل امام سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع عملیات کړي، 9 ترهګر یې وژلي او 6 نور ژوبل کړي وو.
همدا شان پوځ دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو د افغانستان د پولې تر څنګ قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې هم د ترهګرو په ضد عملیاتو کې 10 وسله وال وژلي دي.
پوځ په ټل سیمه کې هم د درېو وسله والو د وژلو دعوه کړې وه، خو ورسره یې منلې وه، په دغه سیمه کې د وسله والو سره په نښته کې شپږ امنیتي عسکر هم وژل شوي وو.
د پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز نومې غېر دولتي ادارې په رپوټ کې ويل شوي، د نومبر په میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 41 پېښې رامنځ ته شوي دي چې په کې د کورمې دوه فرقه ییزې پېښې هم شامل دي او په دې کې 114 کسان وژل شوي دي.
رپوټ کې ويل شوي، په دې حملو کې په مبينه توګه لا قانونه تحریک طالبان پاکستان سره ډله، د حافظ ګل بهادر ډله او ورسره لشکر اسلام او نور مقامي طالبان ککړ وو.
Forum