په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفير د پاکستان د نايب وزيراعظم او افغانستان دپاره ځانګړي استازي سره ليدلي دي.
اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، سرپرست سفير سردار احمد شکيب د پاکستان د مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار او افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان سره ليدلي دي.
د سفارتخانې په اېکس اکاونټ ويل شوي، په ليدنو کې په دوه اړخيزه اړيکو، سوداګريزو مسلو، افغان کډوالو، محصلينو يا زده کوونکو په اړوند چارو خبرې اترې شوي دي.
د پاکستان سرکاري مطبوعاتو هم خبر ورکړی، چې په ليدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو په پياوړي کولو خبرې شوي چې شريکې ګټې او اړيکې پياوړې کړل شي.
د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
په پينځم دسمبر د پوځ د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې د ملکي امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه بيا اندېښنه تکرار کړل شوې وه.
خو د طالبانو د استازي او پاکستاني حکومتي مشرانو د ليدنو په اړه خپرو شوو بيانونو کې د ترهګرۍ په اړه څه نه دي ويل شوي.
Forum