په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا ټامس ګرینفېلډ وایي چې طالبان د پرله پسې احکامو په نافذولو سره، افغانې ښځې او جېنکۍ د ژوند، تعلیم او آزاد او با عزته پرمختګ په برخه کې د هغوی له حقونو څخه محروموي.
مېرمن ټامس ګرینفیلډ د زیارت/پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۱۲مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې چې د افغانستان په باب جوړه شوې وه، د طالبانو د تازه اقدام – چې د صحت د تعلیم په انسټیټوټونو او کالجونو کې د جېنکو/ښځو په تعلیم قدغن لګول دي – یادونه وکړه او ویې ویل: "دغه نوی محدودیت د منطق سره جوړ نه راځي و د افغانو ښځو او جینکو دپاره چې ژوند ژغورونکې درملنې ته ډېره سخته اړتیا لري، د مرګ فیصله ده. دا به په هرې مور، او په آینده پیدا کېدونکو بچیانو – هلکانو او جینکو – او د افغانستان په آینده اثر وغورځوي."
طالبانو په دې وروستیو کې د صحت تعلیمي مرکزونو ته چې په کې ښځو او جینکو د قابلګۍ، درمل جوړولو، غاښ جوړولو، لېباټرۍ، اېکسرې، فزیوټراپۍ، او نرسېنګ په څانګو کې تعلیم کولو، امر کړی چې تر دې وروسته په دغو تعلیمي مرکزونو کې د جېنکو د رېجسټرېشن او د تعلیم دوام یې منعه دی.
ټامس ګرینفیلډ زیاته کړه چې د طالبانو دغه سختدریځه اقدام نه کلتوري او نه هم دیني بنیاد لري، بلکې د هغې په وینا، دا "بیمارذهنیته او سخت زړی" اقدام دی او په دې معنا دی چې "طالبان، هغه مېندو ته چې دوی یې پیدا کړي دي، او همدا شان خپلو خوېندو، مېرمنو، او لوڼو دپاره د مرګ فیصله کوي."
د امریکا استازې وویل، طالبان دا عزم لري چې ښځې له ټولنیز ژوند څخه حذفې کړي او آینده یې له منځه یوسي. مګر د هغې په وینا، امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او هغو ته د مرستې په خاطر ژمنه ده.
دغې امریکایۍ سفارتکارې دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل، پخپل اختیار کې د ټولو وسایلو نه به کار واخلي چې طالبان "د خپل تفریق پسنده احکامو" منسوخه کولو ته مجبوره کړي.
که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اکثرو دایمي او نوبتي غړو په دې اړتیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي دپاره دې د افغانانو سره مرستې جاري وساتلی شي، د امریکا استازې وویل چې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه، په خاص ډول په مرستندویه تنظیمونو کې د ښځو په کار باندې پابندي، په افغانستان کې بشري بحران ته نوره هم لمن وهلې ده.
د طالبانو سره تعامل
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په دې ټینګار وکړ چې د افغانستان د حالاتو د څارنې په مقصد دې د طالبانو سره تعامل وساتلی شي، او زیاته یې کړه چې صرف د طالبانو د سیاستونو مذمت کول، ګټور ندي.
اوتنبایووا وویل: "تعامل د [طالبانو] د معمولي ګرځولو او یا تسلیمولو په معنا ندی. دا د نړېوال نظام سره د پیوستون د مفاداتو په باب د دوامداره خبرو اترو لاره ده. دا د افغانستان د علیحده پاته کېدو او یا له هغه بدتره، د بیا جنګ راتلو د مخنیوي لاره ده."
د سېکوريټي کونسل په دې غونډه کې د مغربي ملکونو د استازو خلاف، د چین استازي کوشش وکړ چې د طالبانو مثبت فعالیتونه لوی ښکاره کړي او نړۍ یې وهڅوله چې د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي. هغه وویل چې افغانستان کې امنیتي حالت استحکام پیدا کړی او د خلکو اقتصاد هم د بهتره کېدو په حال کې دی.
خو د چین استازي د طالبانو د ملاتړ ترڅنګ، پر هغو دا غږ هم وکړ چې ملک کې دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ترهګرۍ مقابله دې وکړي، او بشري حقونو، په خاص ډول د ښځو حقونو ته دې احترام وکړي. د چین استازي، د روس، پاکستان او ایران د استازو سره په یو آواز، د افغانستان نه پیدا شوې ترهګري د سیمې او نړۍ دپاره لویه خطره وبلله.
په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر واسیلي نبنزیا د دې ترڅنګ چې د افغانستان له اړخه د راپیدا کېدونکو امنیتي خطرو له امله فکرمندي وښوده، د داعش ډلې په مقابله کې د طالبانو په کړو وړو تنقید وکړ او ویې ویل چې ګني د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې نوي جنګیالي برتي کوي او هغه ملک کې خپل موجودیت پیاوړی کوي. د روس استازي دا هم وویل چې داعش هڅه کوي افغانستان او سیمې کې عدم استحکام راولي.
Forum