لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په سکول د بريد لس کاله وشو، مياندې پلاران لا هم انصاف ته په تمه دي


د پېښور په ارمي پبلک سکول کې لس کاله وړاندې خونړي ترهګريز بريد کې په وژل شوو زده کوونکو کې د يو زده کوونکي پلار، خپل زوی ته په خط کې لیکلي، "ټوله شپه نه يم اوده شوی، زړه مې د غمه چوي، په دسمبر کې زمونږ حالت د بیانولو نه وي".

په 16م دسمبر 2014م پېښور کې په ارمي پبلک سکول خونړی ترهګر بريد شوی، د 150 پورې کسان پکې وژل شوي، زياتره یې په سکول کې زده کوونکي ماشومان وو. د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د فضل خان اېډوکېټ زوی صاحبزاده عمرخان هم د ارمي پبلک سکول په بريد کې وژل شوی وو.

فضل خان نن په فېس بک يو ليک خپور کړی، او ويلي یې دي خپل زوی ته یې دغه خط ليکلی دی.

نوموړي ويلي، زوي ته یې د خط ليکلو مقصد د هغه د ملګرو د دنيا د حاله خبرول دي.

"زويه، زما نه د خپلې قضيې پوښتنه مه کوه، ځکه ستاسو د ارمي پبلک سکول قضيه په سپريم کورټ کې بې درکه شوې ده".

نوموړي په خط کې د پاکستان په رياست نيوکې کړي، او تور یې لګولی "ترهګر اوس هم په خلاص مټ ګرځي، د وينې توېدو لوبه اوس هم روانه ده".

هغه د خپلې مېرمن، عمرخان د مور په اړه ليکلي، "د مور حالت دې اوس هم د ليدو نه دی داسې ورځ نه تيريږي چې هغه تا نه يادوي، ستا جامې او کتابونه نه ښکلوي، کله کله د کنټروله بهر شي".

هغه په اخره کې ويلي، دوی ته اجازت نشته چې د ارمي پبلک سکول په لايبرېرۍ کې "ستاسو د تلين دستوره راجوړه کړي، خو زویه ته پرېشانه کېږه مه، ما لا همت نه دی بايللی، او که چرته دې جهان کې انصاف ترلاسه نه شو، نو د قيامت اسرا شته، الله ته به شکايت کوو، ما سره ټول ثبوتونه دي".

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو مياندې او پلاران تراوسه وايي، انصاف ورته ور نه کړی شو، په ياده پېښه کې زمه وار په ګوته نه کړل شو.

د يادې پېښې لس کاله په داسې وخت کې پوره کیږي چې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې اوس هم دوام لري.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف عزم څرګند کړی چې د پاکستان نه به د ترهګرۍ ناسور په بشپړ ډول ختمولی شي.

صدر زرداري د وژل شوو ماشومانو د کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي یې دي، دا ورځ مونږ ته د ترهګرۍ ضد جګړه کې د قوم قربانۍ رايادوي، خو ترهګر به کله هم په خپلو ارادو کې کامياب نه شي.

شهباز شريف ویلي، ټول قام د ترهګرۍ ضد د فولادو د ديوال په څېر ولاړ دی.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې په لسو کالو پوره کېدو ويلي، په نننۍ ورځ د انسانيت دښمنانو تنکي بې ګناه زده کوونکي په بې دردۍ قتل کړي، او یادې پېښې ټول قوم او ادارې د ترهګرۍ د ناسور ختمولو دپاره متحد کړي دي.

هغه ويلي، حکومتونه، سياسي او د پوځ مشرتابه په ګډه نېشنل اېکشن پلان جوړ کړی، کوم چې د پرامنه پاکستان په لور سم او په وخت پورته کړل شوی قدم ثابت شوی.

څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، د پېښور په سکول د بريد وروسته د ترهګرۍ د خاتمې دپاره نېشنل اېکشن پلان جوړ شوی، خو په دغه قامي تګلاره پوره عمل نه دی شوی، که دغه تګلاره پوره په عمل کې راوستل شوی وی، د ملک څخه به د ترهګرۍ خاتمه هم شوې وه.

نوموړي وويل، د نېشنل اېکشن پلان سره د خلکو تمې پيدا شوې وې، چې د دغه پلان شل نکتې به په عمل کې راشي، ترهګري او توندوري به ختمه کړل شي، خو دغه نېشنل اېکشن په عمل کې نه دی راوستل شوی.

هغه زياته کړه، پاکستان کې چې لس کاله وړاندې د پېښور په سکول د بريد په وخت د ترهګرۍ کوم حالت وو، اوس هم هغه شان ترهګري ده بلکې د هغې نه حالات خراب شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG