د يونان کوسټ ګارډ د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې د ورکو شوو کسان د لټون دپاره د ژغورنې عمليات پای ته رسولي او ويلي يې دي ورک کسان اوس مړه ګرځولی شي.
د يونان سره نزدې د 13م او 14م دسمبر په مینځنۍ شپه کې کښتۍ اوښتې، په مړه شوو او ورکو کسانو کې د ډېرو تعلق د پاکستان سره ښودل شوی دی.
يونان کې د پاکستان سفارتخانې تاييد کړې، د ژغورنې عمليات ودرول شوي او اوس په سمندر کې د چا د ژوندي پاتې کېدو امېد نه دی پاتې.
کښتۍ کې د ټولو کسانو د کره شمېرې په اړه تراوسه کوم تصديق نه دی شوی خو ژوندي پاتې شوو ويلي، د 35 نه تر 40 پورې کسان مړه شوي دي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پينځه پاکستانيانو د مړينې تاييد کړی چې د سمندر نه یې مړي را ايستل شوي دي. او د 47 بچ شوو کسانو فهرست یې هم جاري کړی دی، خو د پاتې کسانو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف آی اې] ويلي، په مينځنۍ پنجاب کې یې د بشري قاچاقبرو ضد کارروايي پيل کړې او د کومو پينځو کسانو مړي چې ترلاسه شوي، د هغې مقدمه په ګوجرانواله کې درج کړل شوې ده.
ويل شوي، مختلفو ټيمونو لږ تر لږه پينځه کسان نیولي، په چا چې د بشري قاچاق يا ايجنټانو د سهولت کارۍ تور دی.
له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ ویلي وو، د یونان په سمندر کې د کښتۍ د پېښې په تړاو د پاکستان سفارت ځایي چارواکو سره په پرله پسې ډول تماس کې دی.
د بیان له مخې، لومړني معلومات ښیي چې په دې پېښه کې 47 پاکستانیان ژغورل شوي، خو د ټولو ورکو شویو او مړو شویو کسانو د شمېرې تصدیق لا هم نه دی شوی.
ویاندې ویلي چې د پاکستان سفارت د لټون او ژغورنې عملیاتو کې شاملو چارواکو سره په دوامداره توګه همکاري کوي.
ممتاز زهرا بلوچ ویلي، د سفارت چارواکي د ژغورل شویو پاکستانیانو لیدلو ته رسېدلي دي.
هغې زیاته کړه چې د دې پېښې په تړاو د بهرنیو چارو وزارت کې یو کرایسیسز منجمنټ سیل پرانستل شوی او اغېزمنې کورنۍ ددغه سیل یا ځانګړې څانګې سره تماس نیولی شي .
ويل شوي، د پاکستان د وزیراعظم په لارښوونه په یونان کې د پاکستان سفارت کې ځانګړی سیل جوړ شوی، چې د پاکستانیانو پېژندنه او د هغوی خپلوانو ته لاسرسي یقیني کوي.
د ویاندې په وینا، د وزیراعظم مرستیال اسحاق ډار ټول فعالیتونه خپله څاري، او د سفارت چارواکو یوناني ادارو ته رسمي لیک استولی دی.
په 2015 او 2016 کلونو کې یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه راتلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه او شاوخوا لس لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وو.
په کال 2023م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کښتۍ چپه شوې وه چې د 400 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې 800 کډوال سواره وو د هغوي له جملې څخه یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وو.
Forum