د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې د شخړې د هواري دپاره د تېرو څو ورځو راهسې روانه جرګه لا هم کومې پرېکړې ته نه ده رسېدلې، د فريقېنو په وينا، نن بيا کښېني او د پرېکړې هيله یې څرګنده کړې ده.
پرون د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي وو، کوهاټ کې غټه جرګه د دوو ورځو د دمې وروسته بيا پېليږي، او د دواړو فريقېنو ترمنځ د تړون قوي امکان څرګند کړل شوی، او دعوه شوې وه، چې دواړه فريقېن نزدې په ټولو نکاتو متفق دي.
ويل شوي وو، د اېپکس کمېټۍ د پرېکړې ترمخه به علاقه د وسلې څخه پاکولی شي او د تړون کېدو وروسته به د سړک پرانستو په حواله زېری واورول شي.
خو په جرګه کې د سنيانو د فريق يو غړي ذوالفقار بټو د ډيوه خبريال فريد شينواري ته ویلي، پرون د دوی د فريق ځينې غړي جرګې ته نه وو ورغلي، ځکه نن هغوی راځي او زیاته یې کړه، ښيې نن پرېکړه وشي.
د جرګې د پرېکړې په ځينو نکتو د اختلافاتو په اړه نوموړي وويل، د وسلې اېښودو په سر دوی اختلاف لري، او د اېپکس کمېټۍ د پرېکړې عملي کولو غوښتنه کوي.
او د بل شیعه فريق غړي علي جواد تېره شپه ويلي، دوی د جرګې په پرېکړو لاسليک کړی دی.
د کورمې د شخړې د هواري دپاره جرګه لا هم روانه ده، نن بيا د پرېکړې امکان څرګند کړل شوی دی.
په کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې د سنيانو او شيعه و ترمنځ شخړې د هواري دپاره د تېرو څو ورځو راهسې په کوهاټ کې د حکومت په مرسته د مشرانو دا جرګه روانه ده او د تېرو څو ورځو راهسې دعوې کيږي چې پرېکړه لاسليک کيږي خو تراوسه نه ده شوې.
د کورمې د ټل پاړاچنار لاره په سيمه کې د پرله پسې نښتو له امله د 80 ورځو څخه زياتې مودې راهسې تړلې پرته ده. ځايي خلک وايي، د برنۍ کورمې پاړاچنار او نورو سيمو خلک د خوراکي توکيو او نورو څيزونو د کمي سره مخ شوي دي.
سيمه کې د امن او لارې پرانستو دپاره پاړاچنار کې، پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او لاهور کې هم د کورمې په ملاتړ احتجاجي ناستې پيل شوي دي، شيعه تنظيمونه د کورمې د شيعه فريق او اهل سنت د کورمې د سنيانو په ملاتړ احتجاجونه کوي.
پرون په کراچۍ ښار کې پوليسو ځينې احتجاجونه لرې کړي، د پوليسو او احتجاج کوونکو ترمنځ نښتې پکې هم شوي دي خو ځينې تراوسه روان دي.
په 23م دسمبر د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې په غونډه کې ويل شوي وو، د صوبې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، کورمې ته د ځمکنۍ لارې بحالولو په لړ کې به د پاړاچنار روډ خوندي کولو دپاره ځانګړی پوليس ځواک جوړولی شي.
له دغې يوه ورځ وړاندې د کورمې په مسله د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پاړاچنار د سړک خوندي کولو دپاره د ځانګړي پوليس ځواک جوړولو پرېکړې شوې او دغې مقصد دپاره د 399 پوليس اهلکارو بهرتي کولو يا ګمارلو هم ويل شوي وو.
ویل شوي وو، د سړک خوندي کولو دپاره به اول عارضي پوستې، او په راتلونکې کې مستقل پوستې جوړولی شي. دغه ډول د دواړو فريقېنو ترمنځ د تړون وروسته به سړک پرانستلی شي، کرکه خورونکي د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه به تړل کيږي.
اېپکس کمېټۍ د فرورۍ د لومړۍ نېټې پورې په کورمه کې د ټولو غېر قانونه وسلو ټولولو پرېکړه هم کړې وه.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د تېر اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.
په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبريال فرید شينواري شريک کړي
Forum