لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيکس: پاکستان کې په 2024م کال کې ترهګري 40فيصده سېوا شوې، زیات بريدونه ټي ټي پي کړي


پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو په نوم غېردولتي ادارې په خپل کاليز رپورټ کې ويلي، پاکستان کې په تېر کال 2024م کې ترهګر بریدونه 40فيصده سېوا شوي او تر ټولو زياتو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پي) منلي دي.

پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس ويلي، تېر کال په ترهګرو بريدونو او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په مجموعي ډول 1969 کسان وژل شوي، چې پکې 950 ترهګر، 527 امنیتي اهلکار او 489 ملکي وګړي شامل دي.

د پيکس ترمخه، تېر کال د ترهګرۍ ټولې 905 پېښې شوي، 1177 کسان پکې وژل شوي او 1292 ژوبل شوي دي.

د ادارې ترمخه، پاکستان کې د زیاتو حملو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلي، بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډله په دویم نمبر راغلې ده. حافظ ګل بهادر ډله په شمالي وزيرستان او خواوشا کې او لشکر اسلام په خېبر کې فعاله پاتې شوې ده.

پيکس په خپل شمېرو کې نه دي ويلي چې د ترهګرۍ او وژنو زياتې پېښې په کومه صوبه يا کومه علاقه کې شوي دي، خو له دې وړاندې په اسلام اباد کې د څيړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ويلي، تېر کال د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سر په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.

د امنیتي چارو کار پوه عبدالله خان وايي، د ترهګرې وړاندې د بيانيي په جګړه کې په ظاهره سيمه ييز عناصر په بلوچستان او په خېبر پښتونخوا کې د سياسي قيادت د بيانيي نه مخکې دي.

او څيړونکی ډاکټر بشير حسېن شاه وايي، ليدل شوي چې د سياسې ګټو لپاره د ترهګرۍ رجحان کې زياتوالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره، پاکستان کې مدام سياست د تشدد نه پاک نه دې پاتې شوی، داسې ښکاري چې کوم خلک په دې کې ککړ دي هغوي لپاره ترهګري يو ګټه ور کاروبار دی چې له دې وجې هغوي ته طاقت، اختيار، اقتدار او وسايل ملاويږي. نور چې کوم کار هغوي ته ګټه ورکوي نو بيا څنګه د هغوی نه تمې ساتل کېدی شي.

پيکس ویلي، تېر کال د ترهګرو په تګلارو کې ښکاره بدلون هم ليدل شوی، خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ځينو علاقو په عارضي توګه قبضه کولو هڅې شوي، د شپې ګشتونه، عارضې ناکې لګول او د لنډ وخت دپاره علاقه په کنټرول کې اخستل، ټي ټي پي او بی اېل اې دغه تګلارې خپلې کړي دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG