د نړۍ د دوه لویو اقتصادي قوتونو ترمنځ چې په وروستيو کې د سوداګرۍ کړکېچ سېوا شوی، چین د زيارت په ورځ اعلان کړی، په 28 امریکایي کمپنيانو یې د برامداتو يا صادراتو بنديزونه لګولي او لس امریکايي کمپنۍ يې په هغه فهرست کې اچولي چې په چين کې د کار کولو اجازه نه لري.
په دغو کمپنيانو کې غټه ډله په دفاعي چارو کې فعاله ده، چې پکې لاکهيډ مارټن او د دې پنځه څانګې، جنرال ډاینامیکس او د دې درې څانګړې، د رېتهون درې څانګې، يوه بوېينګ او نورې ګڼې پکې شاملې دي.
د چين کمپنۍ سمدست منع کړل شوي، چې په يادو کمپنيانو به دوه اړخيزه د استعال توکي او د پوځي او ملکي مقصد دپاره کارېدونکي توکي نه خرڅوي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ويلي، دا بندیزونه یې د ملي امنیت د ساتنې او د نړیوالو زمه وارو پوره کولو دپاره لګولي دي.
د پوهانو په خبره، د امریکې د دفاع کنټرېکټران د معمول ترمخه د هيواد د مخالفينو سره دغه ډول سوداګري نه کوي، ځکه چين چې کومې کمپنۍ يادې کړي او بنديزونه یې پرې لګولي دا به ډېر لږ اثر ولري.
په دویم اعلان کې، د چين سوداګرۍ وزارت په لسو کمپينيانو کې چې د لاکهيډ مارټن ، جنرال ډاینامیکس او رېتهون لس کمپنۍ پکې شامل دي د بې اعتباره ادارو په فهرست کې شامل کړي دي.
د بنديزونو ترمخه، دا کمپنۍ به چين ته د توکيو لېږلو يا د چین څخه راغوښتلو اجازه نه لري او نه به هلته پانګونې کولی شي. ويل شوي د دې کمپنيانو چارواکي به د چين سفر هم نه شي کولی.
د سوداګرۍ وزارت ويلي، دغه کمپنۍ چې بې اعتباره ګرځول شوي په تايوان یې وسلې خرڅې کړي دي. تايوان ځان جدا جمهوري ټاپو ګڼي خو چين یې خپله برخه ګرځوي.
چين ويلي نوي بنديزونه یې د ملي خپلواکۍ، امنیت، او ګټو د پرمختګ دپاره دي.
چين له دې وړاندې په 27م دسمبر په تايوان د وسلو خرڅولو په تور په امریکايي کمپنيانو بنديزونه لګولي وو.
په واشنګټن کې د چین د سفارتخانې وياند ليو پينګوو وي او اې ته د ايمېل د لارې ويلي، 28 کمپنۍ چې د برامداتو د کنټرول سره مخ کړل شوي، د چین ملي امنيت یې په خطره کې اچولو.
بيجنګ چې د زيارت په ورځ د بنديزونو اعلان کړی، چین اکثره دغه ډول ګامونه د امريکې لخوا په چینايي کاروبارونو د بنديز په ځواب کې پورته کوي.
Forum