لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د موبايل سګنلز بند کړل شوي، خلک وايي ستونزو سره یې مخ کړي


کوټه کې د موبايل سګنل بند کړل شوی
کوټه کې د موبايل سګنل بند کړل شوی

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې موبايل سګنلز په نامعلومه وجه بند دي، خو دا سنګنلز په داسې وخت کې بند کړل شوي، چې د صوبې د حلقه پي بي 45 په 15 پولينګ سټېشنو د انتخابي نتيجو پر ضد جمعيت اسلام ګوند په صوبه کې احتجاجونه کوي.

د صوبې په سر ښار کوټه کې د اتوار، يکشنبې په ماښام شاوخوا اوو بجو څخه موبايل سګنلز بند دي، عام خلک وايي د نېټ ورک د نشتوالي له امله د ستونځو سره مخ دي.

د کوټې اوسېدونکی عبدالرحمان چې د ښار په سورج ګنج بازار کې يې د بجلۍ د سامانونو او مشينوو لوی کاروباري دی ډيوه ته وويل،

" مسله دا نه ده چې موبايل سګنلز کار نه کوي، غټه مسله خو دا ده چې موږ په دې خبر هم نه وو چې داسې کار به کېږي ولې؟ چې موږ هر څه سره ګډوډ شو، حسابونه کتابونه مو دي او کاروبار مو دی نو اوس حيران ولاړ يو چې دا څه دي او څه وکړو".

حکومت او موبايل کمپنيانو په دې اړه کوم تفصيل نه دی ويلی خو پر ټولنيزو رسنيو او وټس اېپ ګروپونو کې ځينې سرچينې دا دعوه کوي چې د امن امان د خونديتوب په موخه حکومت سګنلز بند کړي دي.

د بلوچستان حکومت له وياند شاهد رند سره مو په دې اړه رابطه وکړه، هغه ته مو پر وټس اېپ غږيز پيغام پريښی خو د رپورټ د جوړولو تر وخته يې کوم ځواب نه دی ویلی.

د جمعيت علما اسلام ف ګوند وياند عين الله شمس په وينا، "زموږ قوي باور دی چې زموږ د احتجاج د ناکامه کولو او زموږ پر حق د ډاکې اچولو په موخه سرکار او ضلعي انتظاميې دا کار کړی، يو خوا ته له موږ څخه زموږ اخيستل شوی ووټ اخيستل کېږې او بل خوا ته موږ او ټولو خلکو ته د موبايل سګنلز د بندولو په شکل کې سزا راکول کېږي".

د بلوچستان د سر ښار کوټې د صوبايي حلقې 45 پر 15 پولنګ سټيشنونو باندې له عدالتي حکم سره سم، پرون په دويم وار يا ري پولنګ وشو چې د الېکشن کمېشن بلوچستان له لوري په غير حتمي پايلو کې د پيپلز ګوند کانديد علي مدد جتک کاميابه اعلان شوی دی.

د ټاکنو وروسته فارم 47 خپور شوی چې د غير رسمي او غير حتمي پايلو له مخې، د پاکستان پيپلز پارټۍ کانديد علي مدد جتک 6688 رايې ترلاسه کړې او بريالی شوی دی.

د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ نصرالله زېري 4122 رايې ترلاسه کړي او په دويم نمبر راغلی دی.

بلخوا، د جمعيت علما اسلام نوماند مير عثمان پرکاني 3731 رايې ترلاسه کړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کانديد مجيد خان اچکزۍ 998 رايې ترلاسه کړې دي.

د غير رسمي او غير حتمي پايلو له مخې، په حلقه کې ټول 17,752 سمې رايې اچول شوې چې 41 رايې رد شوې يا ريجکټ شوې دي.

د هم دې پايلو يا نتيجو پر ضد د جمعيت علمای اسلام ف غړو او مشرتابه پر انسکمب سړک باندې لاريون او د کوټې د مرستيال يا ډپټي کميشنر دفتر و مخې ته يې احټجاج وکړ.

د کوټې ياده حلقه د جمعيت علمای اسلام کانديد عثمان پرکاني د پيپلز پارټۍ د علي مدد جتک برياليتوب په عدالت کې چيلنج کړی وو، چې وروسته سپريم کورټ د 15 پولنګ سټيشنونو پر بيا ټاکنو حکم ورکړی وو.

د جمعيت د صوبايي امير او سېنېټر مولوي واسع په وينا، "زموږ کانديد تر درې نيم زره زياته رايې تر لاسه کړې دي، خو سرکاري( مخالف کانديد) خو بيخي سلګونو رايې هم نه دي تر لاسه کړي، موږ خپل حق غواړو، موږ د ريټرننګ افيسر تر دفتر پورې لا نه يو پرېښول شوي، موږ سره بله لاره نشته، سړکونو ته به را وځو او که قيصه بيا هم ونه منل شوه نو موږ مجبوره يو چې بيا به د ملک پر کچه احتجاج کوو".

په کوټه کې د مرستیال کميشنر دفتر تلونکې لارې په کنټېنرو بندې کړل شوي دي.

د پښتونخوا نېشنل ګوند د مرکزي غړي غني دوتاني له خوا په خپار شوي د سوشل ميډيا پوسټ کې ليکل شوي،

”موږ په دې خوشاله او مطمينه يو چې ولس پر حلقه 45 باندې د پښتونخوا نېپ کانديد په واضحه اکثريت کامياب کړ،خو څه رنګه چې د ملي سالار(خوشحال خان کاکړ) سيټ نه اعلان کړل شو دغسي يې د زيري سيټ هم نه دی اعلان کړی".

پاکستان کې وخت په وخت د يايه تحت اسلام اباد په ګډون د ملک په بېلابيلو ښارونو کې د موبايل ټيليفون او انټرنېټ خدمات تړل کيږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG