د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر ضلعې په تيرا علاقه کې یې د استخباراتو په بنياد هدفي عمليات کړي، 22 وسله وال یې وژلي دي.
پوځ پرون په 16مه جنورۍ ويلي، په وروستيو کې د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ضد ګڼ شمېر ترهګر بريدونه شوي، ډېر کسان پکې وژل شوي وو.
پوځ ويلي، "د دغو بريدونو په غبرګون کې امنیتي ځواکونو د استخباراتو په بنياد د خوارجو پرضد عمليات کړي دي". د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
پوځ دعوه کړې، "د 14م دسمبر څخه تراوسه پورې 22 خوارج وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".
پوځ ويلي، د استخباراتو په بنياد به تر هغې عمليات دوام لري څو پورې چې وسله وال ختم کړل شوي او په سيمه کې امن په ځای شوی نه وي.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
په 13مه جنورۍ د پاکستان پوځ ویلي وو، د پوځ مشر جنرل عاصم منير په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي او ويلي يې وو، "د پولو دننه او بهر مو د ترهګرو ډلو عملياتي وړتياوې په کاميابۍ سره راکمې کړي دي. ځواکونو مو د ترهګرو مهم کمانډران وژلي دي".
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، په ليدنه کې په خېبرپښتونخوا کې په عامه کچه د پوځي عملياتو په اړه بحث شوی او پوځي مشر بيا ويلي وو، خېبرپښتونخوا کې په پراخه کچه عمليات نه کیږي، او نه ټي ټي پي د پاکستان په کومه علاقه کې فعاله ده، يواځې د استخباراتو په بنياد عمليات کولی شي.
د خېبرپښتونخوا ګورنرفېصل کريم کنډي چې د نورو سياسي مشرانو سره په ګډه یې د پوځي مشر سره ليدلي، تېر د دسمبر په مياشت کې یې ويلي وو، "د مازيګر وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترهګر، وسله وال د اکثرو علاقو کنټرول سمبالوي"، د امنيت په وجه د کوره وتل ممکن نه وي.
هغه ويلي وو، په ډېره اسماعيل خان، کوهاټ او بنو کې د مازيګر وروسته د کوره نه شې وتلی.
تېر کال په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې، د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو، د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزم استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.
پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علمااسلام ف ګوند او جماعت اسلامي د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې وو بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.
د عزم استحکام عملياتو اعلان ته د سخت غبرګون او احتجاجونو وروسته د پاکستان پوځ بيا د دغو عملياتو سپيناوی کړی وو.
په 22مه جولايۍ د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرل احمد شريف چودري مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې ويلي وو، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي.
هغه ويلي وو، د عزم استحکام د ضرب عضب عملياتو سره موازنه کول سم نه دي، او زياته کړې یې وه، د يوې بيانيې ترمخه د عزم استحکام لانجمنه کولو هڅه روانه ده.
او بيا د اګست په میاشت کې د کابينې د اقتصادي رابطه کمېټۍ په غونډه کې د عزم استحکام عملياتو دپاره د 20 اربه روپو د ځانګړي بجټ منظوري ورکړل شوې وه.
د افغانستان په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا صوبې په قبایلي او جنوبي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
په اسلام اباد کې د څېړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې ويلي، تېر کال خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي، او ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.
Forum