د امریکا نوي صدر ډانلډ ټرمپ د دفاع وزارت دپاره یو نګران وزیر ټاکلی دی، ځکه نوموړي وزارت ته د هغه نومل شوی کس، پیټ هېګسټ تر اوسه د سنېټ لخوا ندی منظور شوی.
د صد ټرمپ د حکم په بنیاد، د پنټاګان د واشنګټن څانګې د خدماتو مرستیال مشر رابرټ سالېسس به د دفاع نګران وزیر وي او د دفاع وزارت درې نور غیرپوځي چارواکي به د پوځ، نېوي یا سمندري، او د فضایي قواو نګران مشران وي.
د دې عهدو د نګرانۍ دپاره، د ټرمپ انتظامیې ته په کار وه چې د پنټاګان داسې مشران غوره کړي چې د وړاندې نه یې د سنېټ منظوري اخېستې وي. سالېسس د مېرین یا سمندري پلیو ځواکونو یو رېټایرډ افسر دی چې د خلیج په جنګ کې یې برخه درلوده او د برونز یا ژېړو تمغه یې ګټلې وه.
هغه دفاع وزارت کې د واشنګټن څانګې د خدماتو مشر پاته شوی چې دې وزارت پورې اړوند د پایتخت د سیمې ټول مرستندویه خدمات په کې شاملیږي، په شمول د وسایلو د انتظام او نورې مختلفې پوځي شعبې.
داسې اټکل کېده چې د ټرمپ د نومل شوي دفاع وزیر، پيټ هېګسټ تقرري به د ګل/دوشنبې ورځې پورې د سنېټ د پوځي چارو کمیټې لخوا د سنېټ عمومي غونډې ته وړاندې شي، خو دا چې د ټرمپ د کابینې د نومل شویو وزیرانو شمېر چې د تصدیق دپاره سنېټ ته لېږل شوي، زیات دی، نو له دې امله د سنېټ عمومي مجلس به د دې هفتې تر آخره پورې د هېګسټ په تقرر رای اخېستنه ونکړي.
صدر ټرمپ همدا شان مارک آوېرېل چې چې د امریکا د پوځ سېکرېټري مرستیال و، د پوځ د نګران سېکرېټري په حیث ټاکلی دی.
آوېریل چې د امریکا د پوځي اکېډمۍ فارغ دی، د ۲۰۰۹ کال راهېسي یې د یو جګپوړي سېوېلین چارواکي په حیث کار کړی دی.
همدا شان ټرمپ، د دفاع وزارت یو بل چارواکی تېرېنس اېمرټ د نېوي یا سمندري ځواکونو د نګران مشر په حیث ټاکلی دی. هغه پخوا په نیوې یا سمندري ځواکونو کې دنده اجرا کړې او د تحقیق او آزموینې په برخو کې ښه تجربه لري.
ټرمپ د فضایي یا هوایي قواوو د نګرانۍ دپاره ګاري آشوورټ ټاکلی، چې هغه په فضایي قواوو کې شل (۲۰) کلنه تجربه لري.
ټرمپ د صدارتي عهدې د سوګند اخېستلو په دستوره کې د وینا پر مهال، د پوځ متعلق د خپلو ځینو ابتدائي احکاماتو په باب معلومات ورکړل، چې یو یې د امریکا او مکسیکو په سرحد باندې د عسکرو ځای پر ځای کول و، څو د هغه په وینا، د سرحدي دېوال د جوړولو کار تکمیل کړي. هغه دا هم وویل چې په عسکري برخو کې به د تنوع، برابرۍ او ټولشمولۍ د تربیې پروګرامونه نور ختم کړي. ټرمپ وایي چې په پوځي برخو کې به د صلاحیتونو او وړتیاوو په بنیاد ټاکنې کیږي، نه د تنوع د جوړولو په بنیاد.
Forum