د اسرائیل په مرکزي علاقو کې د زیارت/پنجشنبې په ماښام په څو بسونو کې پرله پسې چاودنې وشوې او چارواکي دا شک لري چې دا دې د تندلارو بریدونه وي. په دې درېیو چاودنو کې چا ته د سر نقصان ندی رسېدلی.
دا چاودنې په داسې ورځ وشوې چې اسرائیل کې د حماس نه د واپس کړی شوو جنازو په خاطر غم او غوصه خوره وه. د زیارت په ورځ حماس ډلې د څلورو هغو اسرائیلیانو جسدونه اسرائیل ته ولېږل چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې په حملو کې یې ځان سره غزې ته یرغمل بیولي و.
اسرائیل کې د بسونو چاودنې کلونه وړاندې د فلسطینیانو د پاڅون پر مهال ډېرې لېدل کېدلې، خو اوس مهال داسې چاودنې ډېرې نامعموله ښکاري.
د پولیسو ترجمان آسی اهاروني چینل-۱۳ ټي وي ته ویلي چې په دوو نورو بسونو کې هم چاودېدونکي مواد موندل شوي دي. د اسرائیل پولیس وایي، دا پنځه واړه بمونه – هغه چې درې چاودلي او دوو بسونو کې موندل شوي – ټول یو قسم و او ټایمر ورباندې لګېدلی و.
د اسرائیل د بت یام ښار مېئر/ښاروال ویلي، دا یوه معجزه ده چې په دې درېیو چاودنو کې هېڅوک ندي ژوبل شوي. دغو بسونو خپل کار تمام کړی و، او په یو پارکېنګ کې اودرول شوي و چې چاودنې په کې وشوې.
Forum