لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې خارجه وزارت پخپل وېب سایټ کې د چین په حوالې سره تغیرات راوستي
تازه خبر

د امریکې خارجه وزارت پخپل وېب سایټ کې د چین په حوالې سره تغیرات راوستي


د امریکا خارجه وزارت د خپل وېب سايټ په یوه پاڼه کې چې د چین هېواد سره د تعلقاتو وضاحت ورکوي، د "جمهوریه عوامي چین" پر ځای، اوس صرف د "چین" نوم استعمال کړی دی.

دا یو د هغو څو اهمو بدلونونو څخه یو دی چې د امریکې خارجه وزارت پخپل آنلائن فکټ شيټ کې راوستي دي.

د امریکا د پخواني صدر جو بایډن انتظاميې به په معمول ډول د بجېنګ حکومت ته په اختصاري توګه (پي آر سي) لفظ کارولو چې تفصیلي معنا یې جمهوریه عوامي چین ده. له هغه وخته چې د امریکا پخواني صدر ریچرډ نېکسن د بجېنګ سره د تعلقاتو د عادي کولو پروسه شروع کړه – او هغه سره یې د ټایوان په مرکز ټایپي کې د بل حکومت تسلیمول چې هغه جمهوریه چین نومیده منسوخه کړ (کال ۱۹۷۹) – امریکا په چین کې د کمونیسټ ګوند حکومت سره رسمي سفارتکاري تعلقات ساتلي، او د ټایوان انتظامیې سره یې تعلقات راکم کړي خو ورسره دوستانه تعلقات لري.

د ټایوان د نړېوال انسټېټیوټ مشر روسل هسیاو، وي او اې ته ویلي: "ټائپي ته په دې خبرې سکون اخېستل په کار دي چې [د چین په رسمي نوم کې] اصطلاحي بدلون د امریکا د پالیسۍ کوم تغییر نه ښکاره کوي. حقیقي خبره دا ده چې امریکا اوس هم خپله "یو چین" پالیسي ساتلې ده او د هغې پالیسۍ لاندې د بجېنګ سره سفارتکاري تعلقات او د ټائپي سره غیررسمي تعلقات ساتي."

چین، ټایوان ته د خپلې یوې سرکش صوبې په سترګه ګوري. کله چې په چین کې کمونېسټي انقلاب راغی، نو په کال ۱۹۴۹ کې قامپرسته ځواکونه چې مشري یې د چیانګ کی شيک په غاړه وه، او د امریکا حمایت هم ورسره و، د چین له لویې وچې څخه د ټایوان جزیرې ته وتښېدل، ځکه د مائو زېدونګ د کمونېستو ځواکونو په مقابله کې یې شکست خوړلی و.

چیانګ تر ۱۹۷۵ کال پورې چې مرګ یې راورسېد، د ټایوان نسبتآ نرم مزاجه آمر پاته شو. مائو د چین په لویه وچه کې سخت دریځه آمر پاته شو او د چیانګ له مرګه یو کال پس، مائو هم مړ شو.

واشنګټن اوس هم ټایوان سره د وسلو مرستې کوي او تر اوسه یې دې پوښتنې ته واضحه جواب ندی ورکړی چې که چېرته په ټایوان حمله وشي، نو امریکا به یې په دفاع کې خپل پوځي طاقت استعمال کړي او که نه.

امریکا کې د ټایوان د تعلقاتو اېکټ (قانون) دا ژمنه کوي چې امریکا به د ټایوان سره د دفاع په برخه کې مرسته کوي، خو د پوځي مداخلت په اړه آخري فیصله د صدر او کانګرس سره محفوظه ده.

د امریکا خارجه وزارت لخوا چې په وېب سایټ باندې تغیرات راغلل، د واشنګټن لخوا د ټایوان د آزادۍ د ملاتړ نه کولو خبره ترې اېستل شوې ده، مګر هغه خبرې په کې پاته دي چې وایي امریکا د ټایوان تنګۍ دواړه اړخونو لخوا د موجوده حالت یو اړخیز بدلون سره مخالفه ده.

نور تغیرات چې راغلي، هغه دا دي چې د خارجه وزارت د وېب سایټ څخه هغه برخې اېستل شوي چې ویل یې د چین متعلق مسئلو سره به د اتحادیانو سره همکاري کیږي، او بل دا چې په ثقافتي چارو او د ماحول ساتنې په برخه کې به بجینګ سره مرستې کېږي.

په وېب سایټ کې بل تغیر دا دی چې د امریکې-چین په تجارتي تعلقاتو توجو شوې ده او د هغو سختیو یادونه شوې چې امریکایي کاروبارونه په چین کې ورسره مخ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG