لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام آباد ته د طالبانو له تګ وروسته، عمران خان له ډاکټر عبدالله سره خبرې وکړې


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان نن د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

ډاکټر عبدالله پخپل ټویټر پاڼې لیکلي، "زه د پاکستان قدرداني کوم چې د سولې د پروسې ملاتړ کوي. مونږ [عمران خان او ډاکټر عبدالله] د تشدد د کمېدو، د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو، او د یو باعزته او دوامداره سولې په لارې تګ دپاره په دې کمیابه فرصت ټینګار وکړ. ما د وزیراعظم د بلنې نه مننه وکړه، او په نژدې آینده کې به پاکستان ته سفر وکړم."

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په ټویټر باندې هم یو بیان خپور شوی او په کې ویل شوي چې وزیر اعظم عمران خان د افغانستان د سولې په عمل کې د پاکستان "مثبت کردار" یادولو سره، ټینګار کړی چې افغان مشرانو ته په کار ده چې "د دغه تاریخي فرصت" نه کار واخلي او د افغانستان د سولې او استحکام دپاره یوې سیاسي حل لارې ته ورسیږي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې د طالبانو له جګپوړي هیئت سره له لیدنې وروسته ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته خوشبینه دی. د پاکستان د خارجه وزارت د یو بیان ترمخه، قریشي همدا راز پر طالبانو غږ کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر لوظنامه دې پوره عملي کړي او د بین الافغاني مذاکراتو دپاره دې لاره هواره کړي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پخپل ټویټر باندې لیکلي چې د طالبانو یو جګپوړي استازي د افغانستان دپاره د جرمني له خاص استازي سره کتلي دي. سهیل شاهين زیاته کړې ده چې په دې کتنه کې د یورپي تعلقاتو په برخه کې د طالبانو مشر عبدالحق وثیق او د افغانستان دپاره د جرمني خاص استازي مارکس پوتزل دواړو د افغانستان په روان وضعیت، د بندیانو په خلاصون، او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هکله خبرې کړي دي.

بل اړخ ته د افغانستان دپاره د چین خاص استازي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره ټلیفوني خبرې کړي دي او هغه ته یې دا باور ورکړی چې چین د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ کوي.

د چین خاص استازي همدا شان په افغانستان کې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده. په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې دپاره هڅې روانې دي، په افغانستان کې تشدد هم زیات شوی دی. د افغانستان د بشري حقونو کمېشن ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په اولو شپږو میاشتو کې شاوخوا درې زره عام خلک په افغانستان کې وژل شوي دي.

پاکستان له طالبانو څه غواړي؟

څېړنکاران وایي د پاکستان په بلنه اسلام آباد ته د افغان طالبانو د پلاوي سفر او د پاکستان چارواکو سره یې خبرې اترې مهمتیا لري، خو دغه مثبتې ګټې په هغه صورت کې څرګندیدی شي چې د بین الافغاني مذاکراتو په شکل کې کومې نتیجې هم ولیدی شي.

په اسلام آباد کې مېشت خبریال طاهر خان وایي ملا برادر چې تېر کال يې هم د اکتوبر میاشت کې له خپل هیئت سره پاکستان ته سفر کړی و او د هغې وروسته بیا د طالبانو او امریکا ترمنځ لوظنامه هم لاسلیک شوه. نوموړی زیاتوي د دغې لوظنامې لومړۍ مرحله چې امریکا او طالبان دواړو پرې اطمینان کړی، خو بیا اوس مهمه مرحله د بین الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو کینول دي چې د دې لپاره امریکا د پاکستان څخه خپل رول لوبولو غوښتنه کوي.

طاهر خان وي او اې ډیوه ته وویل، "امریکاییانو سره هم یو تشویش خو ځکه شته چې که بین الافغاني خبرې نه شروع کيږي، راتلونکي په اړه باندې د طالبانو، د افغانستان حکومت او د سیاسي ډلو یو جوړجاړی نه کیږي، نو بیا هغه د امریکا او طالبانو د سولې هغه معاهدې ته د خطر امکان شته."

د پاکستان د خارجه وزارت له خوا د جاري شوي بیان ترمخه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان د دایمي سولې د حل لاره یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ترسره کیدی شي.

د پخواني سفیر، ایاز وزیر په وینا د افغانستان حکومت له لوري د طالبانو په حق کې د بندي تنانو خوشې کول هغه خنډ و چې طالبانو به هم په دغې بهانې له بین الافغاني مذاکراتو نه انکار کاوه. نوموړی وایي اوس هیله کوي چې دغه د سولې پروسه په وړاندې ولاړه شي. ایاز وزیر وي او اې ډیوه ته وویل، "زما خپله فکر او اندازه دا ده چې ډېر غور او فکر به په دې باندې کیږي چې د دې مشکلاتو با وجود دا د بین الافغاني مذاکراتو ډائیلاګ څنګه پیل کړی شي. پاکستان څه رول لوبولی شي، یا طالبان په دې کې څه رعایت کولی شي، یا افغان حکومت څه کولی شي، نو په دې باندې به دوی خپل مجلس کړی وي."

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG