لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په شېراني سيمه  کې د يو ماشوم سر په مرموزه توګه له تنه غوڅ کړل شوی


د بلوچستان صوبې د لرې پرتې شېراني ضلعې په توره شاه زيندۍ ملو سيمه کې د یو تنکي ماشوم مړی موندل شوی دی چې په مرموز ډول یې سر له تنه غوڅ کړل شوی او د پېښې د سیمې د خلکو توند غبرګون را پارولی دی.

د شېراني د لېويزو ځواک مشر شېر زمان شېراني له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د سيمې په تاريخ کې داسې دردوونکې پېښه نه ده شوې.

د شيراني په وينا، د جمعې په ورځ د يو څورلس کلن ماشوم مړی په داسي حال کې موندل شوی، چې سر يې له تنه غوڅ شوی، وژل شوی او مړی يې تر ډبرو لاندې کړل شوی دی

"له څلرويشت ساعته تېرېدو او پلټنو وروسته يې مړی د تورې شا زېندۍ ملوې په سيمه کې يوه شپانه موندلی وو او بيا يې نیزدې کورونو ته حال ورکړی وو، په ډېره بې رحمۍ وژل شوی او سر يې له تنه جلا غورځول شوی دی".

وژل شوی ماشوم شاوخوا څورلس کلن دی، عيسی خان نومېږي او د منګلزي نومي کلي اوسېدونکی دی، د زيارت- پنجشنبې د ورځې په ماځيګر له خپل کوره د خپلې ورکې شوې غوا د موندلو لپاره له کوره وتلی او بيا ورک شوی وو.

د سيمې د يوه بل اوسېدونکي اختر شاه شېراني په وينا، د کلي نورو هلکانو په ماځيګر وخت کې دغه وژل شوی ماشوم پاس په غره کې ليدلی وو، ده ورته ويلي وو چې غوا يې ورکه ده او دی پسې ګرځي:

"په ماښام يې پلار او نور کيلوال يادې سيمې ته راغلي او د ماشوم پوښتنه يې کړې چې زوی يې لا درکه شوی دی، د شپې تر درو بجو پورې په غرنۍ سيمه او شاوخوا کليو کې خلک پسې وګرځېدل خو ماشوم مونده نه شو او سهار ته يې بيا مړی و موندل شو".

د ليويز ځواک د مشر شېر زمان شېراني په وينا، د پېښې مقدمه يې د نا معلومو کسانو پر ضد درج کړې او د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي.

د پېښې پر ضد پر ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ښوول شوی او د سیمې خلک وایي د دې پېښې تر شا د قبایلي دښمنۍ پر ځای څه سیاسي او امنیتي دسیسه ښکاري.

د سيمې يو مدني فعال سهېل حريفال وايي، د ماشوم قتل د سيمې د امنيت خرابولو يوه دسيسه ده، چې په يوه بله پلمه داسې پېښې په خوندي او پرامنه سيمو کې پېښېږي.

هغه له حکومت او اړونده چارواکو غوښتي چې په پېښه کې لاس لرونکي کسان دې ژر تر ژره ونيسي او د داسې دردوونکو پېښو مخه دې ونيسي.

د شېراني ضلعې د پوليسو ايس پي اختر اڅکزي وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل، په دې اړه تحقيقات روان دي، هڅه کېږي چې ژر تر ژره په پېښه کې لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي:

"د ماشوم مړی مو د پوسټ مارټم لپاره د کوټې بي ايم سي روغتون ته لېږلی".

د لېويز ځواک د مشر په وينا، د پېښې د پلټنو لپاره له کوتې ښاره د پلټنې ټيمونه راغلي او د پېښې د ځای جيو فينسنګ يې کړی، د پېښې له ځايه يې ضروري شواهد ټول کړي، تر شاواخوا شل ورځو پورې به د پوسټ مارټم او د تحقيقاتو هر اړخيز رپورټ راشي.

په بلوچستان کې په مرموز ډول د ماشومانو د وژلو پېښې وړاندې هم شوې دي. څو کاله مخکې په ګاونډۍ ضلع ږوب کې هم يو ماشوم له جنسي تېري وروسته په ډېره بې رحمۍ وژل شوی او بيا يې مړی په اور سوځول شوی وو. په پېښه کې ککړ قاتل وروسته بيا پوليسو ونيو او د عدالت له لوري ورته د مرګ سزا واورول شوه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG