لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی سبا اسلام اباد ته ځي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سبا (اتوار په ورځ) د پاکستان په سفر ځي چرته چې به هغه د دغه هیواد مشرانو سره د امنیتي ستونزو په شمول یو شمیر نور مساېلو خبرې اترې کوي.

د افغانستان صدر محمد اشرف غني د دفتر یا ارګ ماڼی له خوا په فیس بک پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د صدر اشرف غني څخه په رسمي غوښتنه د افغانستان لوړ پوړی امنیتي پلاوی سبا د اتوار په ورځ د پاکستان سفر کوي. په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو نظامي پلاوي د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه بحث او خبرې اترې کوي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي د افغانستان صد رمحمد اشرف غني په لارښوونه به د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی سبا په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ د یاد هېواد له نظامي پلاوي سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي. د صدر غني د دفتر لخوا ددغې سفر په نور څه جزېیات نه دي ورکړی شوي.

تیره میاشت (اپریل ۲۶مه) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روس په سوچي ښار کې د نهم امنیتي کانفرنس په څنډه کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنحوعه سره لیده کاته کړي وو.

د سوچي ښار د غونډې وروسته د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي وو، په دغې لیدنه کې حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره پر هغو ۷ اصولو خبرې کړې وې چې کابل ته د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر په مهال له افغان مشرانو سره پرې هوکړې ته رسېدلي وو.

نوموړي ویلي وو، حنیف اتمر په څرګنده له خپل سیال نه غوښتنه وکړه چې د عمل ګډ پلان عملي کړي او په وینا یې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصرجنجوعه هم ومنله چې هیواد به یې د هغو ژمنو د بشپړولو لپاره اقدام کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ پرې موافقه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG