لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ستنیدو د نېټې په اړه اندېښمن دي


د پاکستان په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیموکې مېشت په لکونو افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنیدو لپاره تراوسه کوم معلوم پلان نه لري چې کډوال يې تر مخه د پاکستان د حکومت د نېټې سره سم بیرته خپل هیواد ته لار شي.

د پاکستاني میډیا د رپورټونو تر مخه اسلام اباد کې حکومتي چارواکو کډوالو ته بیرته افغانستان ته د ستنیدو لپاره د جنورۍ ۳۱مه نیټه ورکړې وه.

خو د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنیدو لپاره د جنورۍ په ۳۱مه نیټه ورکولو باندې پوښتنې کړي.

نوموړي وي او ای اشنا ته ویلي د پاکستان څخه د یوې میاشتې په موده کې خپل وطن ته د سلګونو زرو افغانانو د ستنولو په هکله د پاکستان د کابینې د پریکړې په باب د رسنیو رپوټونه ناسم دي.

سید حسین علمي بلخي، د جمعې په ورځ وي او ای اشنا راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي اصلآ د پاکستان کابینې د یوې میاشتې لپاره د افغانانو د اوسیدلو موده غځولې وه او د سرحدونو او ایالتونو له وزارت " سېفران" څخه یې غوښتي وو، چې د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ " یو این اېچ سي ار" په ملګرتیا دې یوې میاشتې په موده کې د ا فغان مهاجرینو د ستنیدلو لپاره یوه طرحه برابره کړي.

د ښاغلي بلخي تر مخه د فرورۍ میاشتې په شورو کې به د پاکستان د سرحدي چارو (سېفران) وزیر عبدالقادر بلوچ په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو په مسله د خبرو لپاره کابل ته ځي.

د خیبر پښتونخوا چارسدې ضلعې په منډه کیمپ کې د تیرو څو کلونو راهسې میشت مرزا ګل وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې ده، د افغان کډوالو د پاتې کیدو نیټه دې وغځوي.

ښاغلی مرزا وايي: ٫٫ مونږ د ۴۰ کالو راهسې دلته ژوند کوو، ګټه وټه مو دلته ده. اوس که افغانستان ته ستنیږو نو لکه بیا د سره ژوند به پیل کوو.٬٬

د تیرو ۴۰ کالو راهسې په منډه کیمپ کې ژوند کونکی مرزا ګل زیاتوي په دغه کیمپ کې وړاندې ۱۵۰۰ کورنیو ژوند کوو او دا مهال دغلته یواځې ۵۰ کورنۍ پاتې دي. په منډه کیمپ کې ژوند کونکي افغان کډوال وايي په افغانستان کې دا مهال نه خو امنیتي حالت دومره ښه دی او نه د کډوالو لپاره هغه شان سهولتونه شته چې افغان کډوال بیرته تلو ته غاړه کیږدي.

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې (یو ان اېچ سي ار) ویاند قیصر افریدي د افغان کډوالو د ستنیدو په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي، د استنبول تړون له مخې افغان کډوالو ته باید د ۲۰۱۸ کال د دسمبر د میاشتې پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

نوموړي وړاندې وویلي وو، د دوي د معلوماتو له مخې پاکستان د کډوالو د مسلې په اړه دا مهال په یوه پلان باندې کار کوي چې ددې میاشتې په پای کې به اعلان شي. قیصر افریدي زیاته کړې وه چې د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو لړۍ باید په خپله خوښه، خوندي او با عزته وي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG