پاکستان د (اې سي سي يا افغان سيټيزن کارډ لرونکو) افغان کډوالو په ويستلو کار کوي، صوبايي حکومتونو، په ضلعي کچه چارواکو او اړونده ادارو ته یې د کارډ لرونکو افغان کډوالو د معلومولو لاروښوونه کړې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو مخکيني نګران وزير سرفراز بګټي چې اوس د بلوچستان صوبې وزيراعلا دی، د تېر اکتوبر د میاشتې په وروستيو کې ويلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي هغه لېږل کيږي او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږلی شي.
پاکستان تېر د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی وو او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې وه.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه، خو پاکستان ویلي وو د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
د ناتاييد رپورټونو ترمخه په لومړي پړاو کې د پاکستان نه د پينځه لکه پورې افغان کډوال بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دویم پړاو
د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، د خېبرپښتونخوا اډيشنل سيکرټري عابد مجید مروت ویلي، په صوبه کې یې د کارډ لرونکو افغانانو د علاقو معلومولو يا نقشې کار پيل کړی دی، د روژې وروسته به دا عمل ګړندی کولی شي او د 30م اپرېل پورې یې د دغه سروی پوره کولو هيله څرګنده کړې ده.
د پاکستان په سيند صوبه کې لس ورځې وړاندې د کورنيو چارو د محکمې څخه دغه ډول اعلاميه خپره شوې چې په ټولنيزو رسنيو شريکه کړل شوې وه. په ياده اعلاميه کې هم د کارډ لرونکو افغانانو معلومولو او په اړه یې د ننني ورځې (25م مارچ) پورې د رپورټ وړاندې کولو ويل شوي وو.
قانون پوهه وکیلې منيزه کاکړ چې د افغان کډوالو دپاره په عدالتونو کې وکالت کوي، هغې دغه اعلاميه او د ځينې کورنو عکسونه په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کړي وو.
په کراچۍ کې مېشت افغان کډوالو وي او اې ډيوه ته ویلي، دا وخت د دوی نيول يا ځورول نه دي پيل شوي خو دوی په ويره کې دي چې دې ځل له به ټول ويستل کيږي.
د دوی په وینا، په لومړي پړاو کې هم کارډ لرونکی نيول شوي او د هغې نه وړاندې هم پوليسو کارډ لرونکي افغانان ځورول او د پېسو دپاره یې نيول او ځينې بيا جېلونو ته لېږل شوي او بيا د عدالتونو څخه بيرته ملک ته لېږل شوي دي.
د پاکستان حکومت مرکزي حکومت په رسمي ډول د کارډ لرونکو افغان کډوالو د ويستلو اعلان نه دی کړی. له دې وړاندې نګران حکومت په رسمي توګه د اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ويستلو ويلي وو.
د پاکستان او افغانستان اړیکې
د کارډ لرونکو افغان کډوالو ویستلو دپاره کار په داسې وخت کې پيل شوی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستيو کې بيا ترينګلې شوي دي.
په 18م مارچ پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې، د طالبانو حکومت د پاکستان دغه اقدام غندلی او په پوله یې په پاکستاني ځواکونو د بريدونو ويلي وو، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د ګل بهادر ډلې د وسله والو په نخښه کولو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودګۍ تورونه لګوي او په افغانستان کې واکمنه طالبان یې ردوي.
پاکستان په افغانستان کې بريدونه وروسته له هغې کړي چې په 16م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.
او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، د 16م مارچ د ترهګر بريد وروسته پاکستان د افغان چارواکو سره د حافظ ګل بهادر ډلې په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې وې. او د عملياتو وروسته د دواړو هيوادونو سفارتخانې خلاصې او اړیکې روانې دي.
دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزرات ويلي، په کابل کې د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب سره ليدلي، او په کتنه کې شکېب "د پاکستان له چارواکو سره د خپلو وروستیو ناستو او لیدنو راپور د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریک کړ او د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه یې هراړخیزې خبرې وکړې". خو د دغه ليدنې نور تفصيل نه دی ویل شوی.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال
سرفراز بګټي په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته ويلي وو "خواوشا 4.4 اعشاريه ملينه افغانان په پاکستان کې مېشت دي په دوی کې د 1.42 ملينو سره پروف اف رجسټرېشن يا پي او ار کارډونه دي، د چا سره چې افغان سيټيزن کارډ دی هغه 0.85 ملينه دي او غېر رجسټرډ قانوني اسناد نه لرونکي افغانان 1.73 ملينه دي".
د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د تېر کال د شمېرو ترمخه، په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن (اې سي سي) کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.
د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.
په ياده موده کې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.
Forum