وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت اعلان وکړو چې د دسمبر د 31 مې نېټې نه پس به په اسلام اباد کې د مېشتو ټولو افغان وګړو لپاره ځانګړې اجازت نامه یا این او سي ترلاسه کول ضروري وي، اسلام اباد کې د مېشتو افغانانو اندېښنه زياته شوې ده.
دوي وايي په اوسني حالاتو کې د هغوي بېرته هېواد ته تګ به خوندي نه وي .
د افغانستان د سرښار کابل سره تړاو لرونکی ظاهر بهاند د تېرو دوو کلونو راهیسې د خپلې مېرمنې او شپږو بچيانو سره په اسلام اباد کې مېشت دی چې غواړي کوم درېم هېواد ته لاړ شي، خو د پاکستان د حکومت لخوا د دسمبر د 31مې نېټې نه وروسته په اسلام اباد کې د استوګنې دپاره د این او سي شرط لازمي ګرځولو پرېکړې هغه د سختې ستونزې سره مخامخ کړی دی.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي زما اندېښنه دا ده که چېرې خدایې مکړه د پاکستان حکومت دا پرېکړه عملي کړه او هغه کسان چې پلازمېنه اسلام اباد کې وايي ژوند نه شي کولی او یا د پوليسو عمليات پېلېږي نو به خپله د افغانانو لپاره ډېره لويه ضربه وي"
د بهاند په خبره "وړومبی زه افغانستان ته واپس نه شم تللی، که چېرې زه افغانستان ته ستون شم په افغانستان کې زما ژوند په خطره کې دی، زما د ماشومانو ژوند په خطره کې دی، نو زه د پاکستان د حکومت نه فقط غوښتنه کوم چې هغه کسان چې د طالبانو له ویرې ورغلي او پناه ېې ور وړې ده، د پاکستان د اولس او حکومت نه هېله مند يو هغو سره باید بد چلند ونکړي او دلته ېې ژوند کولو ته پرېږدي"
تېر کال په پاکستان کې په غېر قانوني توګه د مېشتو افغان وګړو د هېواد څخه د ويستلو وروسته نزدې 7 لکه افغانان خپل هېواد ته بېرته لېږدول شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وينا ددې باوجود هم په ټول هېواد کې په قانوني او غېرقانوني ډول د مېشتو افغانانو شمېره تر 30 لکو څخه زياته ده.
د پاکستان د حکومت ترمخه جراېم پېشه او وسله وال کسان په غېر قانوني توګه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړ کې د تشدد په پېښو کې ککړ موندل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي ،ټول افغان وګړي د دسمبر د 31مې نېټې وروسته د اسلام اباد په حدودو کې نه شي پاتې کېدای، که هغوى دلته اوسېدل غواړي نو هغوي ته به د ډپټي کمشنر له دفتره اېن او سي اخستل وي.
د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د تېر نومبر په میاشت کې د حکومت په ضد په اسلام د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا شوي احتجاج کې افغان وګړي هم شامل وو، چې له هغې وروسته ې د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو افغان وګړي نېولي دي خو افغان وګړي وايي ګمان کوي چې دا به پخواني کډوال وو.
ظاهر بهاند ډیوه ته وایي هغه دا نه ردوي چې په دې کې به افغانان ښکېل نه وي،" ښکېل به وو، خو په دې کې هغه افغانان دي چې د دېرشو کلونو پخوا دلته راغلي وو"
نوموړی وایي هغه افغانان چې په دې تېرو دريوؤ کلونو کې د سقوط نه وروسته دلته راغلي دي هغوي په هېڅ وجه دې کې ښکېل نه دي.
"هغوى يوازې خپل ژوند کوي دلته، دلته خوشي نه دي چې ولاړ شي په سياسي لاريونونو کې ګډون وکړي یا غېر قانوني کارونه وکړي"
په اسلام اباد مېشت افغان کډوال وايي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ورستي احتجاج نه وروسته پولیسو ګڼ شمېر افغان وګړي نيولي دي.
افغان کډوال ضابط خان ډیوه سره خبرو کې وویل "دوه مې ورېرونه دي او يو مې خوريې دی دا یې په شناخت پرېډ کې اچولي دي او دوي د تحريک انصاف په احتجاج کې شامل نه وو يو خوار په کې مريض دی او اوس لږ روغ شوی ؤ"
ظاہر بهاند وايي په افغانستان کي حالات د هغو افغانانو لپاره ښه نه دي چا چې په جمهوري دوره کې د بهرنیانو سره کار کولو، یایې دولتي دندې لرلې او یا برياليتوب کولو.
د بهاند په خبره که پاکستان د ډپټي کمشنر څخه د اېن او سي اخستل عملي کړل نو ډیری افغان کډوال نه شي کولې چې تر هغه دفتره لاسرسی ولري.
"مونږ د پاکستان حکومت ته خواست کوو هغه کسان چې دلته راغلي بل کوم هېواد ته د تللو او کېسونو پرمخ وړولو په خاطر، د هغو سره داسې يو چلند وکړي تر څو پورې چې دا خپل کارونه سرته ورسوي"
څېړونکي وایي که پاکستان افغان کډوال په زوره له اسلام اباد نه وباسي نو دا به د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو اؤ بشري حقونو سخته سرغړونه وي اؤ ورسره به د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې لا پسې تاوجنې شي.
د تېر نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې یو این ایچ سي ار د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دې اعلان ته خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې پاکستان کې میشت د افغان کډوالو اکثریت قانون ته درناوی لرونکي خلک دي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې د یو این ایچ سي ار ویاند ښاغلي قیصر اپریدي ویلي وؤ " موږ له حکومتي چارواکو سره په اړیکه کې یو ترڅو د دې موضوع په اړه نور جزئیات ترلاسه کړو"
د یو ایچ سي ار د ویاند په خبره ،د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره له ۱۹۸۰ راهیسې د پاکستان له حکومت سره په ګډه کار کوي ترڅو افغان او نورو کډوالو ته ساتنه او مرسته برابره کړي.
د قیصر خان اپریدي وینا وه ،موږ له هغو چیلنجونو خبر یو چې دپاکستان حکومت ورسره مخ دی، په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې.
د هغه وینا وه کډوال لکه د نورو وګړو پابند دي چې د پاکستان قوانین عملي کړي "په پاکستان کې د افغان کډوالو لوی اکثریت قانون ته درناوی کوونکي خلک دي، او د دوی حالت باید د بشردوستۍ له مخې و ارزول شي"
Forum