لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: خواجه اصف اوبه خړوي که څوک یې د پولې ور واړېدل د نتيجو زمه واري به یې په خپله غاړه وي


File Photo
File Photo

په افغانستان کې واکمنو د پاکستان د دفاع وزیر بيان "د اوبو خړولو هڅه" بللې او ويلي يې دي که "څوک یې هم د حريم تجاوز وکړي، د نتيجو زمه واري به ‏په خپله غاړه وي".‏

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف درې ورځې وړاندې ويلي وو، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې ‏هم د تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات کېدی شي.‏
په ‏‎22‎م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ‏‏ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.‏

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت ویلي، "د پاکستان د دفاع وزير وروستۍ څرګندونې يو ناسنجيده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده، او د ‏پاکستان مشرتابه ته پکار ده، هيچاته اجازه ور نه کړي چې په حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت پاروونکې څرګندونې وکړي".‏

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، "په ډاګه کوي که څوک په هره بهانه او عنوان زمونږ د حريم/ پولې تجاوز وکړي د نتيجو زمه واري به یې په خپله غاړه وي".‏

پاکستان د روان کال مارچ د میاشتې په ‏‎18‎مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو ‏طالبانو دغه ‏بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.‏

پاکستان تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ‏‏ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت ‏‏زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG