لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان پریمیئر لیګ: د سبا ورځې د فاینل لوبې دواړه ټیمونه معلوم شول


د افغانستان پریمیئر لیګ سمي فاینل لوبې ختمې شوې او معلومه شوه چې سبا ته به په فاینل یا پایلوبه کې، د بلخ لیجنډز او کابل ځوانان لوبډلې سره سیالي‌ وکړي.‌

په نننۍ لوبه کې چې د سمي‌فاینل وروستۍ لوبه وه،‌کابل ځوانان لوبډلې وکړای شول چې پکتیا پنټرز ته د ۹۰ منډو په توپیر ماتې ورکړي‌ او فاینل ته ووځي.

په سر کې ټاس د کابل ځوانان ټیم وګاټه او غوره یې وګڼله چې بټینګ وکړي. په لومړي‌ میدان کې کابل ځوانان لوبډلې ټول شل آوره لوبه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې،‌ ۱۹۲ منډې وکړې او پکتیا پنټرز ته یې ټارګیټ ۱۹۳ وټاکه.‌ په دې کې تر ټولو زیاتې منډې د کولین انګرام وې (۴۴ رنزه) او بیا د راشد خان (۳۵ رنزه) وې.‌

راشد خان ۲ څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې،‌ او په دې سره یې د پکتیا پنټرز ټیم ته هدف سخت کړ.‌

په دویم میدان کې د پکتیا پنټرز ویکېټې زر زر ولویدې.‌ شهزاد په یوه منډه وسوځید،‌ او سمیع الله شینواري په زیرو اوټ شو. د پکتیا پنټرز تر ټولو زیاتې منډې،‌ شاهد افریدي وکړې چې ۲۷ منډې وې.

راشد خان په لومړي میدان کې هم ښه بټینګ وکړ او په دویم میدان کې یې هم ٤ ویکټې واخیستې.‌

په لومړنۍ نیمه پایلوبه (سمي‌فاینل)‌کې چې د جمعې ورځې په ماښام وشوه،‌ د بلخ لیجنډز ټیم وکړای شول چې د ننګرهار لیوپارډز ټیم ته د ۱۷۱ رنزونو په توپیر،‌ ماتې ورکړي او پایلوبې ته ووځي.

د سبا لوبې کې به یوې خوا ته د کابل ځوانان په ټیم کې د راشد خان،‌ حضرت ځاځي،‌ لوک رونچي‌ او واین پارنل په شان تکړه لوبغاړي،‌ او بل د بلخ لیجنډز ټیم ته به د کریس ګیل،‌ كولين مانرو، گلبدين نائب،محمد نبي عیسی خیل،‌ او میرویس اشرف په شان پیاوړي لوبغاړي د سیالۍ میدان ته راووځي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG