لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایمېرجېنگ لوبډلو د آسیا کپ په سیالیو کې، افغانستان یمن ته ماته ورکړه


ټاس افغانستان وگاټه او بټینگ یې غوره کړ
ټاس افغانستان وگاټه او بټینگ یې غوره کړ

د ایمېرجېنگ لوبډلو د آسیا کپ د سږکال په لوبو کې، افغانستان خپله وروستۍ لوبه د عمان په وړاندې بریالۍ ترسره کړه. په دې لوبه کې چې د گل/دوشنبې په ورځ په سریلانکا کې ترسره شوه، افغانستان وکړای شول چې په ١١٢ منډو عمان ته ماتې ورکړي.

که څه هم دا یوه پرېکنده بریا وه، خو بیا یې هم په یاد شوي ټورنمنټ کې د افغانستان لاره بل پړاو ته هواره نکړه او عمان او افغانستان دواړه د ټورنمنټ له بل پړاو څخه پاته شول.

په نننۍ پنځوس آوره لوبه کې، افغانستان د ټاس په گټلو، لومړی بټینگ غوره کړ او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې، ٢٥٢ منډې جوړې کړلې. په دې کې تر ټولو زیاتې منډې، د نجیب ځدراڼ وې چې په ٦٧ بالونو یې، ٨٣ رنزه واخیستل، ورپسې قیس احمد ٦٦ منډې جوړې کړلې.

په دویم میدان کې، عمان ونشو کولای چې ۴٠ آورونه هم پوره کړي، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې اېله ١۴٠ منډې جوړې کړې.

مخکې تر دې، په تېرو دوو لوبو کې افغانستان د هند او سریلانکا په وړاندې ماتې خوړلې وې. که څه هم افغانستان له سیالیو پاته شو، خو د نننۍ لوبې په گټلو سره، پخپل گروپ کې درېیم شو او له عمان څخه مخته شو.

د ایمېرجېنگ لوبډلو د آسیا کپ په سیالیو کې اوس هند، پاکستان، سریلانکا، او بنگله دیش پاته دي.

دغه ډول سیالۍ تېر کال هم ترسره شوې چې په هغو کې افغانستان او پاکستان سیمي فاینل ته سره وتلي و. تیر کال د دې لوبو کوربه بنگله دیش و، خو سږکال یې سریلانکا او پاکستان په گډه کوربانه دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG