لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ترکي کې د سولې د خبرو نه وړاندې، افغان حکومت او طالبانو په ورستۍ نښتو کې یو بل ته د زیان رسولو دعوې کړي


د وسله والو په ضد د عملیاتو په اړه د افغانستان دفاع وزارت په خپل بیان کې وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې په مختلفو ولایتونو کې د عملیاتو په مهال امنيتي ځواکونو قریباً ۱۶۰ طالب وسله وال وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي دي
د وسله والو په ضد د عملیاتو په اړه د افغانستان دفاع وزارت په خپل بیان کې وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې په مختلفو ولایتونو کې د عملیاتو په مهال امنيتي ځواکونو قریباً ۱۶۰ طالب وسله وال وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي دي

په ترکي کې د سولې په موضوع د فریقېنو ترمنځ د مجوزه خبرو نه وړاندې د افغانستان حکومت ځواکونو او طالبانو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ورستۍ نښتو کې یو بل ته د زیان رسولو متضاد دعوې کړي دي.

په افغانستان کې د تازه جګړو او د تشدد رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې افغان حکومت او طالبان به په ترکي کې په افغانستان کې د سولې په موضوع خبرو کې شرکت کوونکي دي.

د ملګرو ملتونو په انتظام دغه غونډه په استنبول کې د کېدونکي ده او یو افغان چارواکي وي او ای ته ویلي ټاکل شوي ده چې دغه ناسته به د اپرېل په ۱۶ نېټه شروع کېږي او لس ورځې به دوام لري.

د وسله والو په ضد د عملیاتو په اړه د افغانستان دفاع وزارت په خپل بیان کې وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې په مختلفو ولایتونو کې د عملیاتو په مهال امنيتي ځواکونو قریباً ۱۶۰ طالب وسله وال وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وایي افغان امنیتي مامورینو دا هم ویلي چې د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ چې څو میاشتې وړاندې طالبانو نیولي وه، حکومتي ځواکونو بېرته واخیستله.

طالبانو د اتوار، يکشبنې، په ورځ د کابل نه ۳۰ کلومېټره په فاصله په پغمان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په قافله د حملې ذمه واري ومنله. په حمله کې درې امنیتي عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په پغمان کې د امنیتي ځواکونو په قطار د حملې ‌ذمه واري ومنله هغه وویل په قافله لومړی ډزې وشوې او بیا موټر بم چاودنه وشوه چې هغه پکې د ۴۵ افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې دعوه وکړه خو د وي او ای رپورټ وايي طالبان اکثره په خپلو حملو کې افغان عسکرو ته د حقیقت نه د زیاتو تلفاتو اړولو دعوې کوي.

طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د خپلو ممکنه تلفاتو په اړه څه و نه وېل خو د ځوابي حملو دړکه یې وکړه چې په اینده ورځو کې په تشدد کې د اضافې تشویش یې راپارولی دی. په یو بیاک ېک طالبانو خپلو وسله والو ته وویل که چېرې حکومت عملیات ونه تړل نو د خپلې دفاع دپاره دې تول ضروري ګامونه واخلي.

د طالبانو په بیان کې په ارغنداب د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي بمبارۍ تصدیق شوی دی خو دا پکې نه دي وېل شوي ایا ولسوالۍ یې د لاسو نه وتلې ده او که نا؟

بلخوا د وي او ای رپورټ وایي افغان صدر اشرف غني د ترکي په غونډه کې د حکومت د شرکت تصدیق کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان محمد نعیم تېره هفته ویلي طالبانو لا فېصله نه ده کړې چې د استنبول په غونډه کې به شرکت کوي او که نا
په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان محمد نعیم تېره هفته ویلي طالبانو لا فېصله نه ده کړې چې د استنبول په غونډه کې به شرکت کوي او که نا

د وي او ای رپورټ وایي په داسې حال کې چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د می د لومړۍ نېټې مېعاد رانژدې دی، امریکا غواړي چې د ترکي په غونډه کې د سولې معاهدې ته حتمې شکل ورکړي.

امریکې په کال ۲۰۲۰ کې د طالبانو سره په امن معاهده کې ژمنه کړې چې د ۲۰۲۱ د می د لومړۍ نېټې پورې به د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي خو د امریکې موجوده حکومت ویلي دغه معاهدې ته بیا کتنه کوي او صدر جویابډن دا هم ویلي د می پورې به د افغانستان نه د امریکايي عسکرو وتل مشکل وي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان محمد نعیم تېره هفته ویلي طالبانو لا فېصله نه ده کړې چې د استنبول په غونډه کې به شرکت کوي او که نا؟ خو هغه دا خبره وکړه چې ترکي د طالبانو سره د مجوزې غونډې په اړه تفصیلات او د دې مقصد په اړه په رسمي ډول معلومات شریک کړي دي.

د وي او ای رپورټ ايي څېړونکي په دې اړه ډېر پراعتماد نه ښکاري چې د استنبول د غونډې په نتیجه کې به د ځنډ ښکار بېن الافغان مذاکرات بیا شروع شي او دا هم نه ده واضحه چې ایا طالبان به دې ته راضي شي چې د امریکې سره د ځواکونو د وېستلو دپاره د وخت د غځولو په موضوع خبرې وکړي؟

د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه طالبان وايي امریکا باید د معاهدې پابندي وکړي.

پخوانی افغان مشیر او د سیاسي چارو څېړونکی طارق فرهادي د استنبول د غوڼدې هرکلی کوي او وايي دا یوه بله موقع ده چې نړیوالې ټولنې د افغانان دپاره برار کړې چې خپل منځو کې امن راولي. هغه وویل که لکه د تېرو ۳۰ کلونو په څېر افغانان خپل منځو کې موافقه و نه لري نو په استنبول کې به د مستقل امن معاهده یوه "معجزه" وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG