لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد او افغان مشرانو کابل کې په دوو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې


افغان ولسمشر اشرف غني، د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله، او د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد
افغان ولسمشر اشرف غني، د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله، او د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد نن د شورو/چهارشنبې په ورځ په کابل کې له افغان مشرانو سره وکتل.

د افغانستان د صدراتي ماڼۍ (ارګ) د جاري شوي بیان په حواله، زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان له نایب صدرانو، د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) له سلاکار، او یو شمېر نورو جګپوړو افغان مشرانو سره کتلي دي او دواړو اړخونو د امن د پروسې په آینده ګامونو خبرې وکړې.

ویل کیږي چې افغان مشرانو او د امریکا خاص استازي دواړو د بین الافغاني مذاکراتو نه وړاندې، په افغانستان کې د اوربند (ډزبندۍ) په نافذېدو او یا د تشدد په کمېدو ټینګار کړی دی.

افغان حکومت وایي په دې کتنه کې زلمي خلیلزاد آمادګي ښودلې ده چې دا موضوع به طالبانو سره شریکه کړي.

په دې کتنه کې د افغانستان د حکومت له قیدخانو نه د طالبانو د خوشې کېدو په هکله هم خبرې شوي دي او ویل شوي چې د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه دې د زندانیانو د آزادولو په برخه کې په "یو واضح او معقول میکانیزم" باندې سره موافقه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یو بل بیان هم جاري کړی او هغه کې یې بیا ویلي چې زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په مازدیګر، له ولسمشر غني او د سولې او روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. داسې معلومیږي چې خلیلزاد دوه ځله له صدر غني سره ملاقات کړی، یو ځل د نایب ولسمشرانو او نورو چارواکو په ګډون، او بل ځل د ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي هیئت رئیس او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په شتون کې.

د امن خوشبیني که د جنګ تودېدل؟

خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته تللی دی چې د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي کړکیچ د یو تړون په لاسلیکېدو سره پای ته رسېدلی ښکاري. د تړون له مخې، ډاکټر عبدالله عبدالله اوس د سولې د پروسې مهم شخص دی، دا ځکه چې هغه د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې (مصالحې) عالي شورا مشر وټاکل شو.

بل اړخ ته د افغانستان دولت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو دپاره هیئت هم ټاکلی دی، او تر څنګ یې په سلګونه طالب بندیان له زندانونو خوشې کړي دي او وایي چې که طالبان مذاکراتو ته حاضر شي او تشدد کم کړي، نور بندیان به یې هم له زندانونو آزاد شي.

خلیلزاد هم د سیاسي تړون په هکله خوشبیني ښودلې او ډاکټر عبدالله ته یې ویلي چې زر تر زره دې د سولې چارې مخ ته بوزي. دې ټولو ټکیو ته په پام سره، په افغانستان کې د امن د پاره خوشبیني راښکاره شوې ده.

مګر بل اړخ ته د جنګ ویره هم په زیاتېدو ده او د تشدد پېښې تر پخوا سېوا شوي دي. طالبانو له امریکاییانو سره ډزبندي کړې ده، مګر په افغان ځواکونو یې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

افغان پوځ هم چې څو میاشتې یې یوازې دفاع کوله، اوس د طالبانو په ضد حملې پیلې کړي دي. یوازې همدا سې شنبې/نهې په ورځ د دفاع وزارت وویل چې په کندز کې یې څلويښت طالبان ووژل.

د اختر په رارسېدو سره هم، نه طالبانو او نه حکومت تر اوسه د ډزبندۍ یا د اورکم (د تشدد د کمېدو) په اړه کوم اعلان کړی دی.

بل اړخ ته طالبانو په امریکا غږ کړی چې د قطر لوظنامې ته دې ژمن پاته شي ځکه د طالبانو په باور، د دې لوظنامې عملي کېدل د افغانستان د ستونزو غټه موضوع ده.

امریکا وایي د جولای تر ۱۵مې به په افغانستان کې خپل د پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم او له پنځو پوځي مرکزو یا اډو څخه به ووځي.

په همدې حال کې د امریکا په کانګرېس کې د پوځي چارو د کمیسیون یوې رېپبلېکنې غړې، لېز چیني، بیا ویلي چې امریکا ته په کار ده چې په افغانستان کې خپل پوځي او استخباراتي حضور ته دوام ورکړي او افغانستان د القاعده او داعش ډلو لاس ته لوېدلو نه وساتي. هغې ویلي چې له افغانستانه د امریکایي قواوو وتل به هلته جنګ ختم نکړي، بلکې ترهګرو ته به د ګټلو چانس ورکړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG