ځیني افغانان له کابل نه یوګانډا ته وړل کیږي
یوګانډا دې ته راضي شوې ده چې د امریکا په غوښتنه، په موقت ډول دوه زره (۲۰۰۰) افغان پناه غوښتونکي ومني.
د یوګانډا د امداد او مهاجرو چارو وزیره، اېستر انیاکن وایي چې د هغه ملک صدر، یووري موسیویني هغې ته ویلي چې د افغانستان نه راتلونکو شل زره مهاجرو دپاره دې آمادګۍ ونیسي. هغې دا هم زیاته کړې چې یوګانډا دا هرڅه د امریکا حکومت په درخواست کوي.
د امداد رسولو او مهاجرو په چارو کې د یوګانډا وزیرې پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ تمه لرو چې دا کسان، په څو جوپو کې پنځه پنځه سوه تنان راوړلی شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په اېنتېبې کې اېمپریال هوټلونه دغو مهاجرو ته د ټرانزیټ مرکز په توګه ځانګړي کړي چې اول هلته راوستلی شي."
بل اړخ ته د یوګانډا هېواد دپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې استازي جوېل بوټرو هم د دې خبرې تصدیق کړی چې افغان مهاجر به هلته کې انتقالیږي.
د طالبانو تسليمول د وخت نه مخکې خبره ده، امریکا
امريکې ویلي د طالبانو د حکومت تسليمولو په اړه خبره کول به د وخت نه مخکې خبره کول وي.
د امريکې د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوين په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د کابل نه د امریکايانو د ويستلو عمل روان دی او پوځ په دغه لړ کې کار کوي.
د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د نوموړي نه پوښتنه شوې چې ايا امریکا به د طالبانو حکومت ومني؟.
هغه ويلي دا خبره کول به د وخت نه مخکې وي او دا په طالبانو اډاڼه لري چې هغوی د خپل ماضي په تناظر کې وړاندې څه کوي.
هغه زياته کړې د طالبانو تير وخت ښه نه دی پاتې شوی او په دې موقع د هغو د تسليمولو په اړه هيڅ نه شي ويل کېدی.
پاکستان: د طالبانو د حکومت تسليمول به د سيمې فېصله وي
پاکستان ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسليمول به د سيمې فېصله وي، پاکستان په دغه اړوند د یو اړخيزه فېصلې اراده نه لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري پرون په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.
هغه ویلي پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.
فېس بک ویلي د طالبانو د وټس اېپ اکاونټونه تړي
د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه فېس بک د وټس اېپ هغه اکاونټونه تړي (بلاک کوي) کوم چې په طالبانو پورې تړاو لري او په دغو اکاونټونو د طالبانو دپاره پېغامونه لېږل کيږي.
فېس بک د نهې/س شنبې په ورځ (17 اګست) دا خبره په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان د زیاتو برخو نيولو ويلي دي.
د فېس بک وياند ويلي طالبان د امریکا د قانون لاندې ترهګره ډله ده او فېس بک د خطرناکو تنظيمونو په اړه د خپلې پاليسۍ لاندې په دوی د خپلو خدماتو بندېزونه لګوي.
د طالبانو وياند پرون د فېس بک په دغه ګام نيوکه کړې او ویلي يې دي دا د بيان د ازادۍ مخه نيول دي.