لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

15:19 18.8.2021

دملي بیرغ په دفاع دجلال اباد دخلکو لاریون،طالبانو پرې ډزې کړي، یو تن مړ

رپورټونه وایي نن د چهارشنبې په ورځ دننګرهار په سرښار جلال اباد کې یو شمیر وګړي دملي بیرغ په دفاع سړکونو ته وتلي وؤ اؤ احتجاجي مظاهره یې کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو دعوې شوي چې په دې مظاهره چیانو طالبانو ناتاره ډزې کړي چې د زاهدالله په نوم پکې دسهار خپرندویه ټولنې مشر وژل شوی دی خو طالبانو لا په دې تړاؤ څه نه دي ویلي.

پژواک خبري اژانس وایي چې طالبانو دمظاهرې په مهال یو شمیر خبریالان هم د ټوپکو په کونداغونو وهلي اؤ ژوبل کړي یې دي.

دجلال اباد سلګونه ښاریان چې ملي بیرغونه یې په لاسونو کې پورته کړي وؤ ،دملي بیرغ په پلوۍ یې شعارونه ورکول اؤ دطالبانو څخه یې غوښتنه کوله چې باید ملي بیرغونه نه کوزوي.

دغو ځوانانو دجلال اباد په پښتونستان واټ ملي بیرغونه هم ځړولي دي

15:55 18.8.2021

ای پي: طالب وسله والو په بامیان کې د شعیه مشر مجسمه ماته کړې

په سوشل میډیا د شورو، چهارشنبې، په ورځ شریک شویو تصویرانو کې لیدل کېږي چې طالب وسله والو د بامیان په مرکز کې د یو شیعه مشر مجسمه تباه کړې ده. دا خبر اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې رپورټ کړی دی.

په ټوېټر سلم جاويد نوما تن د عبدالعلي مزاري د مجسمې تصویران شریک کړي دي.

ای پي وايي په بامیان کې تباه کړی شوي مجسمه د شیعه رهنما عبدالعلي مزاري وه چې طالبانو په کال ۱۹۹۶ کې وژلی و.

ای پي وايي مزاري د شیعه هزاره ټولنې د حقونو مبارز و او د طالبانو په پخواني واک کې اقلیتي ټولنې د زور زیاتي سره مخامخ وې.

ای پي په خپل رپورټ کې وویل چې په سوشل میډیا د مزاري د تباه شوي مجسمې تصویران په حال کې شریک کړی شوي دي چې په کابل واک ترلاسه کولو وروسته طالب مشران لوظونه کوي چې د مېرمنو او د بشري حقونو احترام به کوي.

په کال ۲۰۰۱ کې طالبانو په بامیان کې د بدها مجسمې تاریخي مجسمې هم په بمونو تباه کړي دي.

16:37 18.8.2021

د نېټو مشر: د افغانستان سیاسي قیادت د طالبانو مقابله ونکړی شوه

د نېټو سېکرېټري جنرل جېنس سټالټنبرګ د طالبانو واک ته د رسېدلو الزام د افغانستان د سیاسي مشرانو په ناکامۍ پورې کړی دی.

سټالټنبرګ د نهې، سه شنبې، په ورځ په برسلزې کې خبریالانو ته وویل په تېرو څو هفتو کې د افغانستان سیاسي او پوځې قیادت په دومره چټکتیا نسکور شو چې اندازه یې نه وه شوي.

طالب وسله وال د افغانستان په صدارتي محل کې ناست لیدل کېږي
طالب وسله وال د افغانستان په صدارتي محل کې ناست لیدل کېږي

هغه وویل ځینې افغان امنیتي عسکر په مېړانه و جنګېدل خو د ملک امنیت یې ځکه و نه ساتل شو چې د هېواد سیاسي مشران د طالبانو په مقابل کې ودرېدو کې ناکامه شول.

هغه وویل د افغانستان سیاسي مشرانو هغه پرامنه حل ترلاسه نکړی شو چې افغانانو یې خواهش کولو.

د سټالټنبرګ په قول د افغان قیادت دې ناکامۍ مونږ دې غمېزې ته بوتلو چې نن یې ګوروو.

17:42 18.8.2021

رپورټ: امریکې د افغانستان اربونو ډالر منجمد کړي، چې د طالبانو په لاس ورنشي

د امريکا ورځپاڼې واشنګټن پوسټ او نورې مېډيا ويلي چې د امريکا ولسمشر ادارې د امريکا په بېنکونو کې د افغانستان نهه اشاريه پينځه یا نهه نیم بلينه ډالره کنګال يا قلف کړي دي.

د صدر جو بایډن حکومت واشنګټن پوسټ ته په يو بيان کې وويل چې په امریکا کې د افغانستان ملي بېنک شتمنۍ به طالبانو ته نه ورکوي.

ورځپاڼه وايي د امريکا د ماليې وزارت دغه فېصله کړې ده. د امريکا نه افغانستان ته نغدو پيسو په لېږلو هم بندیزونه لګول شوي او د دې علت هم دا ښودل شوی دی چې طالبانو ته پیسې په لاس ور نه شي.

د افغانستان د مرکزي بېنک، د افغانستان بېنک، مواقتي مشر اجمل احمدي په یو ټويټ کې ويلي په بېنکونو کې د هېواد شتمنو ته هېڅ زیان اوښتی نه دی او نه د کوم بېنکي حساب نه پیسې پټې شوي دي.

نوموړي هیله ښودې چې د ماليې وزارت، چې اشاره یې امریکا ته ده، به د افغانستان بېنکي شتمنۍ طالبانو ته ورکړي.

کابل باندې د طالبانو د يرغل وروسته، ښاغلی احمدي د افانستان نه وتلی دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG