لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

18:23 18.8.2021

رویټرز: په جلال اباد کې د طالبانو په ضد مظاهره کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي

د ننګرهار ولایت په مرکزي ښار جلال اباد کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالبانو په ضد مظاهره کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

رویټرز خبرې ادارې د دوو عیني شاهدینو له قوله وویل چې دغه کسان پس له هغې ووژل شوو چې طالب وسله والو د مظاهرې په مهال ډزې وکړې. د ډزو نه وړاندې خلکو په جلال اباد کې د افغانستان قامي بېرغ پورته کولو.

رویټرز د يو پخواني پولیس چارواکي له قوله وویل چې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي خو نور تفصیل یې وړاندې نکړو.

په جلال اباد کې یو طالب وسله وال رویټرز ته وویل ځینې کسانو حالات د خرابولو کوښښ کولو او د طالبانو د نرمۍ نه ګټه پورته کوله.

خبري ادارې وویل په دې اړه د طالبانو ترجمان سره رابطه ونشوه.

18:59 18.8.2021

اشرف غني متحده عرب اماراتو ته رسېدلی دی

د عرب اماراتو خارجه وزارت ویلي د افغانستان صدر اشرف غني یو ای ايي ته رسېدلی دی.

وزارت وویل اماراتو ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته د انساني خواخوږۍ په بنیاد هرکلی وېلی دی.

اشرف غني ویلي په هېواد کې د خونرېزۍ د مخنیوي په خاطر د افغانستان نه وتلی دی.

20:34 18.8.2021

امریکې او نورو ملکونو د افغان مېرمنو د تحفظ غوښتنه کړي

د امریکې او برطانيي په شمول قریباً ۲۰ نورو ملکونو د افغان انجونو او مېرمنو د تعلیم، کار روزګار او د حرکت د ازادۍ په اړه تشویش څرګند کړی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې چې د امریکې خارجه وزارت هم د مطبوعاتو سره شریک کړی دغو ملکونو د افغان مېرمنو د تحفظ غوښتنه وکړه.

په بیان کې وېل شوي "مونږ په ټول افغانستان کې د هغه چا نه چې واک اختیار لري غوښتنه کوو" چې د مېرمنو تحفظ یقیني کړي.

د دې نه وړاندې ملګرو ملتونو هم د افغان مېرمنو او په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه تشویش څرګند کړی دی.

په پخوانۍ واکمنۍ طالبانو د مېرمنو په تعلیم او کار روزګار پابندي لګولې وه.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد

د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په کابل کې په خپل لومړي خبري کانفرنس کې وویل چې طالبان به د شریعیت سره سم د مېرمنو د حقونو احترام کوي.

21:19 18.8.2021

حامد کرزي او طالبانو د نوي افغان حکومت په جوړولو خبرې کړي

د افغانستان پخواني صدر (ولسمشر) او د طالبانو یو لوړ رتبه مشر انس حقاني سره په کابل کې د نوي حکومت په جوړولو خبرې کړي دي.

یو طالب چارواکي رويټرز خبري ادارې ته وویل د چهارشنبې، په ورځ شوي خبرو کې د افغانستان د امن عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ناست و.

نور کتل

XS
SM
MD
LG