اشرف غني: نن شپه ملت ته وېنا لرم
د افغانستان صدر( ولسمشر) اشرف غني ویلي د شورو، چهار شنبې، په ورځ به په هېواد کې ورستيو حالاتو په اړه وېنا کوي.
په ټوېټر خپل پیغام کې هغه وویل "نن شپه د کابل په وخت نهه نیمې بجې په هېواد کې د وروستيو تحولاتو په اړه ملت ته وينا لرم."
د دې نه وړاندې د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت وویل چې غني او د هغه کورنۍ ته یې د انساني خواخوږۍ په بنیاد په هېواد کې هرکلی وېلی دی.
افغان ولسمشر اشرف غني وایي که په هېواد کې پاته شوی وای نو د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا د ډاکټر نجیب الله غوندې په دار ځړول شوی وای او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وای، وایي "زه د عزت له مرګه نه وېرېږم خو د افغانستان بې عزتي ماته د منلو وړ نه وه او نه ده".
له هېواده تر وتلو مخکې یې پر دې کار کاوه چې له طالبانو سره د ټولشموله او نماینده حکومت د جوړېدو پر سر مذاکرات وکړي او په سوله ییزه توګه د واک د منتقلۍ موقع برابره شي او کابل خوندي وساتل شي.
اشرف غني د شورو- چارشنبې په ورځ له هېواده تر وتلو وروسته له عربي اماراتو څخه د خپلې لومړنۍ وېډیویي وینا کې په پیل کې وویل "هیله من یم چې دغه د ناامیدۍ او مایوسۍ شپې به ژر تر ژره ختم شي او افغانستان به بیرته د ازادۍ، رفاه (ښېګړې) او پرمختګ په لور مسیر بدل کړي".
جوبايډن: پوځ به يې د امریکايانو د ويستو پورې په افغانستان کې وي
د امریکې صدر جوبايډن ویلي پوځ به يې تر هغې په افغانستان کې وي څو پورې يې چې د افغانستان نه امريکايي وګړي نه وي ویستلي او دغه نېټه د اګست د 31 نه وروسته کېدی هم شي.
له دې وړاندې د اپرېل په میاشت کې نوموړي اعلان کړی وو چې د روان کال د اګست د 31 پورې به د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي او د مې د مياشتې څخه د امریکايي ځواکونو ويستل پېل کړی شوي وو.
د امریکا سره نړیوالو ځواکونو هم ويلي وو خپل پوځ به اوباسي.
جوبايډن پرون په 18 اګست د اې بي سي خبري ادارې سره په مرکه کې وويل، امریکایي پوځيان به په کابل کې تر هغې وي څو پورې چې امریکايان د افغانستان څخه ويستل شوي نه وي.
د نوموړي نه پوښتنه شوې چې امریکايان وګڼي چې پوځ به يې په کابل کې وي؟، بايډن ويلي که امریکايان د ټاکل شوې نېټې 31 اګست پورې د افغانستان نه ونه ويستل شو پوځ به يې په کابل کې پاتې کیږي.
بايډن ويلي د 10زره نه تر 15زرو پورې امریکايان چې د افغانستان نه وتلو اړتیا لري د 50 نه 65زرو پورې افغانان او د هغو کورنۍ هم غواړي چې د افغانستان نه ووځي.
امریکا له دې وړاندې ویلي ژمنه ده چې هغه افغانان او کورنۍ يې هم د افغانستان څخه اوباسي چې په شل کاله کې يې په افغانستان کې د امریکا مرسته کړې ده.
د پي ايي اې الوتکه د کابل نه اسلام اباد ته راغلې
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (پي ايي اې) ويلي نن يې ځانګړې الوتکې د کابل څخه اسلام اباد ته مسافر رارسولي دي.
د پي ايي اې وياند عبدالله وي او اې ډیوه سره په شریک کړي خبر کې ويلي، دغه الوتکه نن د زيارت/پنجشنبې په سهار (19 اګست) د کابل نه اسلام اباد ته رارسېدلې ده.
ويل شوي په کابل کې د نوي حکومت جوړېدو وروسته دا لومړی نړيوال پرواز وو.
په الوتکه کې اسلام اباد ته د راوستل شوو مسافرو شمېره نه ده ښودل شوې خو ویل شوي دي په الوتکه کې پاکستاني، غېر ملکي سفارتي مامورين او د نړيوالو ادارو کسان ژغورل شوي دي.
له دې وړاندې په 16 اګست پي ايي اې ویلي وو، د کابل په هوايي اډه د پوره امنيت او د اييريورټ د عملې د نشتوالي او په رن وی د خلکو د ګڼې له امله، پي ايي اې د بهرنيو چارو د وزارت او افغان سېول اېوي اېشن سره د مشورې وروسته د کابل سره د پي ايي اې الوتنې ځندولې وې.
د پي ايي اې ویاند په 15 اګست ويلي وو، په 16 اګست به د پي ايي اې درې الوتکې کابل ته ځي او د 900 پورې پاکستاني او بهر ملکيان به را اوباسي، خو وروسته بيا د الوتنو د ځندول ويل شوي وو.
پي ايي اې د کابل سره د الوتنو ځندولو اعلان په داسې وخت کې کړی وو چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی وو.