لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

12:54 19.8.2021

د احمدشاه مسعود زوي ویلي د طالبانو پرضد يې مذاحمت پېل کړی

د افغانستان په پنجشير کې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعودي زوي احمد مسعود ویلي د طالبانو پرضد يې مذاحمت پېل کړی او ويلي يې د طالبانو پرضد يې د پلار لاره خپله کړې.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په 18 اګست کې ليکلې مقاله کې احمد مسعود ویلي، مجاهدين يې د طالبانو پرضد تيار دي او د بلار د وخت نه وسله يې ورسره موجوده ده، د هغه په غږ ورسره خلک په پنجشېر کې ملګري شوي او هغه پوځي سرتيري چې د افغان ملي اردو کمانډران د تسليمېدو نه زړه ماتي شوي هم د هغه مل شوي دي.

خو نوموړي دا پوره نه ده که طالبان جنګيالي پرې راغله دوی به يې مذاحمت کوي. نوموړي د لويديځ يا مغرب څخه د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

احمد مسعود ویلي د اوږدې مودې نه د داسې ازادې ټولنې (چرته چې جينکۍ ډاکټرانې جوړې ښي، مطبوعات ازاد وي، ځوانان په نڅاوي کوي او موسیقي اوري يا په لوبغالو کې د فټ بال نندارې کيږي په کومو مېدانونو کې طالبانو خلک اعدامول او هغه کار به ډېر زر بيا پېل شي) دپاره جنګيږي.

هغه ويلي، طالبان يواځې د افغانانو دپاره مسله ده، د طالبانو د واک لاندې افغانستان به د کوم شک پرته د اسلامي تندلارو دپاره خوندي ځای جوړ شی او د جمهوریت پرضد به ترې بريدونه کيږي.

15:41 19.8.2021

د افغانستان د استقلال ورځ، په کابل کې رسمي دستورې ونشوې

افغانستان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هېواد ۱۰۲ د استقلال ورځ ولمانځله خو په کابل کې د حکومت په کچه کومه رسمې دستوره ونشوه.

کابل نه د وي او ای اشنا خبریال لیکي د زیارت په ورځ عاشوره هم لمانځل کېدله.

په کابل کې قراري لیدل کېدله او د برطانيي او کېنېډې د سفارتخانو مخې ته د هېواد نه بهرد تلو خواهش لرونکو افغانانو ګڼه وه. دواړو ملکونو اعلان کړی چې ۲۰ زره افغانانو ته به پناه ورکوي.

په عین حال کې د کابل هوايي اډې نه بهر په څلورمه ورځ هم ګڼ شمېر خلک موجود وو.

18:12 19.8.2021

رویټرز: د طالبانو په ضد نورې مظاهرې شوي

د افغانستان سر ښار کابل او د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالبانو په ضد نورې مظاهرې شوي دي او رویټرز خبري اداره په خپل رپورټ کې د عیني شاهدینو له قوله وايي په اسداباد کې د مظاهرې په مهال مرګ ژوبله شوي خو دا نه ده معلومه چې دا د ډزو له امله او که د ټېل ماټېل په سبب شوي ده.

رویټرز وايي په سوشل میډیا خپرې یو وډیو کې لیدل کېږي چې په کابل کې د افغانستان د ازادۍ په ورځ کېدونکي مظاهره کې ښځو او سړو د افغانستان بېرغونه پورته کړي او نعرې کوي چې "زمونږ بېرغ، زمونږ شناخت."

رویټرز په خپل رپورټ کې د مطبوعاتو د خبرونو له قوله وايي چې په ځینو مظاهرو کې خلکو د طالبانو سپین بېرغ شلولی دی. د طالبانو ترجمان په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د رویټرز ترمخه په مظاهره کې مرګ ژوبله شوي خو یو عیني شاهد محمد سلیم ویلي دا نه ده معلومه چې ایا دغه مرګ ژوبله د طالب وسله والو د ډزو او که د ټېل ماټېل له امله شوي ده.

سلیم وویل په سلګونو خلکو د اسداباد په مظاهره کې ګډون وکړو.

رویټرز وویل د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد او پکتیا کې هم تازه مظاهرې شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جلال اباد کې د افغانستان د بېرغ پورته کولو د لاریون په موقع ډزو کې رویټرز د دریو کسانو د وژل کېدو رپورټ ورکړی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خوست او اسداباد کې هم مظاهرې شوي وې.

د افغانستان پخواني نایب صدر امرالله صالح چې ځان موقتي ولسمشر بوي د مظاهرو حمایت یې کړی دی، رویټرز وویل. هغه په ټویټر یو پېغام کې وویل هغو خلکو ته سلام دی چې قامي بېرغ یې پورته کړی او د قام د افتخار دپاره ودرېدلي دي.

19:26 19.8.2021

امرالله صالح: ملتونه باید د تشدد پرځای د قانون احترام وکړي

د افغانستان پخواي نایب صدر امرالله صالح خارجي ملکونه باید په افغانستان کې د تشدد پرځای د قانون د عملدارۍ ملاتړ وکړي.

بلخوا امریکې د افغانستان په اینده کې د پخوانی صدر اشرف غني کردار رد کړی دی.

امرالله صالح چې په ټویټر ځان د افغانستان موقتي صدر (ولسمشر) بولي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو ټویټ کې

ملتونه باید د قانون د تشدد پرځای د قانون د عملدارۍ احترام وکړي.

هغه وویل افغانستان ډیر لوی دی چې پاکستان یې وګالي او طالبان پرې حکومت وکړی شي.

د کوم هېواد نوم د اخیستلو پرته امرالله صالح په خپل ټویټ کې وویل خپل تاریخ کې د "بې عزتۍ" او " ترهګر ډلو ته د ټیټېدو" باب ته ځای مه ورکوئ.

د امریکې صدر جوبایډن افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو د خپلې فېصلې دفاع کړې ده او وايي امریکايان به په داسې جنګ کې نه جنګیږي چې افغانان یې خپله نه کوي.

امرالله صالح د ر جوبایډن د دریځ مخالفت کړی.

بلخوا، امریکايي چارواکي وايي پخوانی ولسمشر اشرف غني د افغانستان په اینده کې څه کردار نه لري.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ نایب سېکرېټري وېنډي شېرمن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل اشرف غني په افغانستان کې "نور څه کردار نه دی پاتې شوی."

د شورو، چهارشبنې، په ورځ اشرف غني په یو وډیو پېغام کې افغانستان نه د وتلو د خپلې فېصلې دفاع وکړه، ویې وېل چې که چېرې په ملک کې پاتې شوی وی نو وژل شوی به و. هغه ملک ته د ستنېدو ژمنه وکړه.

صدر جوبایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راویستلو د خپلې فېصلې دفاع کړې
صدر جوبایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راویستلو د خپلې فېصلې دفاع کړې

د دې نه وړاندې د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت اعلان کړی و چې اشرف غني او د هغه کورنۍ ته یې د انساني خواخوږۍ په بنیاد په ملک کې هرکلی وېلی دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG