لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

22:54 20.8.2021

نېټو: طالبان دې تشدد ختم او د افغانانو بنیادي حقونه دې وساتي

د نېټو پوځي ایتلاف مشر جېنس سټالټنبرګ په طالبانو غږ کړی چې تشدد دې ختم کړي او د افغانانو د بنیادي حقونو ساتنه دې وکړي.

ښاغلي سټالټنبرګ د جمعې په ورځ په برسلز کې د افغانستان په موضوع د نېټو د خارجه وزیرانو د غوڼدې وروسته خبریالانو سره خبرې کولې.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د نېټو مشر وویل "د دنیا سترګي په افغانستان دي...طالبانو ته باید په ټول ملک کې تشدد ختم کړي او د ټولو افغان شهریانو، سړو، ښځو او ماشومانو، د بنیادي حقونو ساتنه دې وکړي."

د ښاغلي سټالټنبرګ د خبري کانفرنس نه وړاندې د نېټو خارجه وزیرانو په افغانستان کې په ورستي صورتحال غور وکړو او په یو مشترکه بیان کې یې وویل چې لومړۍ ترجیح یې دا ده خپل شهریان او د خطر سره مخامخ افغانان د افغانستان نه راوباسي.

23:08 20.8.2021

صدربایډن: افغانستان نه د ټولو امریکایانو د راوېستلو وروسته به امريکايي ځواکونه ستانه شي

د امریکې صدر جو بایډن ویلي امریکا به په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو خپله موجودګي هغه وخت ختمه کړي چې ټول امریکایان او د امریکې اتحادي افغانان د افغانستان نه راوباسي.

د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د افغانستان نه د امریکایانو او اتحادي افغانانو د راوېستلو د هلو ځلو په اړه خبري غونډې ته صدر بایډن وویل امریکې دپاره د خپلو امریکايي شهریانو ترڅنګ هغه افغانان هم مساوي اهمیت لري چې په افغانستان کې یې د امریکې مرسته کړي دي.

صدر بایډن وویل امریکایانو او افغانانو په حفاظت د راوېستلو دپاره امریکايي مامورینو د طالبانو سره په رابطه کې دي.

امریکايي صدر خبرداری وکړو که چېرې طالبانو په کابل هوايي ډګر کې په امریکايي ځواکونو برید وکړو نو د سخت ځواب سره به مخامخ شي.

09:13 21.8.2021

د افغانستان د لرې کړل شوي حکومت وفادار جنګیالو ويلي د جمعې په ورځ 20 اګست يې د هېواد په شمال کې د طالبانو څخه درې ولسوالۍ بيرته نيولي دي.

طالبانو په 15 اګست د کابل او د افغانستان زياتره برخې نیولي او وايي د ټول شموله حکومت جوړولو دپاره یې خبرې روانې دي او په دغه لړ کې يې د پخواني صدر حامد کرزي او عبدالله سره ليدنې هم شوي دي.

د طالبانو پلوي د ټولنيزو رسنیو د اکاونټونو څه تاييد شوی چې په بغلان ولايت کې پوځ بيرته ستون شوی او ولسوالۍ يې نيولي دي.

ويل شوي د ولسواليو د نيولو د عملیاتو په مهال جګړو کې 15 طالب جنګیالي وژل شوی او 15 نور ژوبل کړی شوي دي.

په اندراب ولسوالۍ کې عبدالحميد نومې ځايي کمانډر ویلي د طالبانو پرضد پاڅون شوی او اندارب ولسوالي يې نيول ده.

نوموړي دغه خبره په يو ويډيوي بيان کې کړې او زياته کړې يې ده ځواکونه يې نزدې بلې ولسوالۍ پله پرمختګ کوي چې ټول بغلان ونیسي.

ویل شوي طالبانو بغلان پله خپل جنګیالي ليږلي چې د مخالفينو مخه ونيسي.

د وي او اې د خبريال اياز په رپورټ کې ويل شوي چې وي او اې د طالبانو وياند ذبيح الله څخه په دغه اړوند پوښتنه کړې خو د هغه لخوا ورته ځواب نه دی ویل شوی.

11:26 21.8.2021

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پرون د جمعې په ورځ 20 اګست د کاکول په پوځي اکېډمۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې خپلې مخلصانه هڅې کړي دي.

نوموړي ويلي، "د طالبانو نه تمه لري چې د نړيوالې ټولنې سره یې د ښځو او بشري حقونو په لړ کې او د افغانستان د خاورې د بل چا پرضد نه کارولو کومې ژمنې کړي هغه به پوره کړي".

جنرل باجوه دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG