لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

08:54 22.8.2021

کابل کې امریکايي سفارتخانې خپلو وګړو ته ویلي هوايي اډې ته دې نه ځي

په کابل کې د امریکې سفارتخانې د خالي/شنبې په ورځ امنیتي خبرداری ورکړی او امریکايانو ته یې لارښوونه کړې چې بې د کوم امریکايايي استازي د وېنا يا لارښوونې دې هوايي اډې ته نه ځي، ځکه چې د هوايي اډې د دروازو بهر د داعش خطره ده.

د جرمنې سفارتخانې هم دغه رنګ هدايات جاري کړي او ويلي يې دي طالبان هم په علاقه خپل اثر سېوا کوي.

په 21 اګست د امریکې د بهرنيو چارو وزارت افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری جاري کړی وو چې افغانستان ته دې د بدامنۍ، وسله والو جګړو، جرمونو، ترهګرۍ، تښتونو او کرونا له امله سفر نه کوي.

په کابل کې دغه امنیتي خطرې په داسې حال کې څرګندې کړی شوي چې د اې پي خبري ادارې ترمخه امریکايي پوځ د کابل د هوايي اډې نه د خلکو ويستلو عمل ګړندی کړی دی.

10:54 22.8.2021

عبدالله وايي د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره مو ليدلي

د افغانستان د سولي د ملي شورا مشر عبدالله عبدالله د هېواد له پخواني ولسمشر محترم حامد کرزي سره مو د طالبانو د اسلامی تحریک د سیاسي دفتر له غړو محترم شهاب الدین دلاور، محترم عبدالسلام حنفي، محترم خیرالله خیرخواه او محترم عبدالرحمان فدا سره په داسې حال کې ولیدل چې د جناب فضل الهادي مسلمیار په شمول د هېواد یوشمېر نور سیاسي او قومي مشرانو هم حضور درلود.

عبدالله په خپله فېس بک پاڼه ویلي، په دې ناسته کې د هېواد په روان وضعیت، د خلکو د امنیت په تامین، د همه شموله سیاسي پروسې، د بیرغ په شمول د ملي ارزښتونو‌ په درناوي ګټورې خبرې وشوې.

طالبان وايي په حکومت جوړولو يې خبرې روانې دي.

17:55 22.8.2021
Kabul
Kabul

د برطانیې د دفاع وزارت نن وېلي د افغانستان نه د بهر تګ کوششونو په وخت د کابل په اېیرپورټ‌ د اړي ګړي له کبله اووه کسان وژلی شوي دي. د برطانیې دفاع وزارت وېلي په زمکه باندې حالات د یو لوي چېلنج سره مخ دي او دوي هر ممکن کوشش کوي چې ‌په حفاظت سره ددغه حالاتو انتظام وکړي.

کابل کې نن ګرمي هم ډېره زیاته وه او درجه حرات 34 ډګري سېلسییس یا 93 ډګري فارن هایټ‌ ته رسېدلی وو.‌ اېسوسي اېټډ‌پرېس خبري ادارې وېلي تراوسه پورې دا معلومه نه ده چې آیا وژلی شوي کسان په ګڼه ګوڼه کې د نورو خلکو د خپلو لاندې راغلي، ساه ګانې یې بندې شوي او که د زړه دورې ورته شوي.

افغانستان کې د طالبانو لخوا د پایه تخت کابل نیولو راهسې د حامد کارزۍ په نړیوال اییرپورټ باندې اوس هم په زرګونو خلک د طالبانو د واکمنۍ د یرې بهر ملکونو ته د تختېدو کوششونه کوي.‌

هم د خالي یا شنبې په ورځ کابل کې د امریکې سفارت افغانستان کې خپلو خلکو ته وېلي چې د هغه وخت پورې د کابل اییرپورټ ته نه ځي ترڅو چې ورته د امریکاي‌ حکومت د یو نماینده لخوا څه ویلی شوي نه وي.

افغانستان کې د امریکې سفارتخانې لخوا د امینت په اړه دغه خبرداري په خلکو کې پداسې حال یره نوره هم زیاته کړې چې په زرګونو خلک د کابل په اییرپورټ‌کې په دې تمه راغونډ شوي چې هغوي به د طالبانو واکمنۍ نه ځان بچ کولو لپاره وویستی شي.

17:57 22.8.2021

د امریکې صدر جوباېډن به هم نن د واشنګټن ډي سي ځاي وخت مطابق ماسپخین،‌د کابل نه د امریکایانو او افغان کډوالو راویستو په حقله تفصیل وړاندې کوي.‌

واېټ هاوس نن اعلان کړی چې دوي به هغه افغان کډوالو ته ځاې ورکوي چې افغانستان کې یې د امریکاي حکومت سره کار کړی.‌

دغه افغانانو ته به په سویلي سپېن کې د هغه وخت پورې په دوه پوځي مرکزونو کې ځاې ورکولی شي ترڅو چې دوي نورو ملکونو ته د تګ انتظار کوي.

رایټرز خبرې ادارې وېلي د خالي یا شنبې په ورځ د ۱۱۰ افغان کډوالو کورنو نه ډک یو جهاز د مېډرډ ښار سره نزدې د یورپي اتحاد په یو پوځي اډه کوز شوی.‌ په دغه ډله کې 36 هغه کسان شامل وو چا چې افغانستان کې د امریکاي حکومت سره کار کړی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG