لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

17:59 22.8.2021

په تېر حکومت کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او مخکیني ولسمشر حامد کرزي د شنبې- خالي په ورځ د طالبانو له یو پلاوي سره لیدلي دي چې مشري یې شهاب الدین دلاور کوله. ډاکټر عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"په دې ناسته کې د هېواد په روان وضعیت، د خلکو امنیت، د همه شموله سیاسي عمل، د بیرغ په شمول د ملي ارزښتونو‌ په درناوي گټورې خبرې شوي".

افغانستان کې د واک ترلاسه کولو یو هفته وروستو د طالبانو مشران اوس هم د ټول شموله حکومت جوړولو په سر په خپل منځ‌ کې او د پخواني مخالفینو سره خبرې کوي.‌

کابل کې طالب چارواکو د خالي په ورځ‌ وېلي تمه ده د نوي حکومت د جوړښت لپاره چوکاټ‌ یا اډاڼه به ډیر زر اعلان کړی شي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وېلي د طالبانو اعلا مشرانو د خالي‌په ورځ پایه تخت کابل کې د مهمو شخصیتونو سره د راتلونکي حکومت په نظام خبرې اترې کړي.

ډاکټر نعیم وایي‌ پلاوي یې افغان سیاستوالو ته وېلي دوي په افغانستان کې داسې يو پياوړی مرکزي نظام غواړي چې قانون ته احترام ولري، د کرپشن یا بډو رشوتونو نه پاک وي او د هيواد هر وګړی ته پکې د خپل ملک او ولس د خدمت فرصت په لاس ورشي.‌

16:37 23.8.2021

د کابل هوايي اډې شمالي دروازې سره نژدې افغان امنیتي چارواکی وژل شوی

د جرمني د دفاع وزارت ویلي د کابل هوايي اډې شمالي دروازې سره نژدې د ګل، دوشنبې، په ورځ د نامعلومه کسانو په ډزو کې یو افغان امنیتي چارواکی وژل شوی او درې نور زخمیان شو‌ي دي.

جرمن دفاع وزارت وویل جرمن او امریکايي ځواکونه په جګړه کې شامل وو.

په کابل د طالبانو د واک نه وروسته په زرګونو کسان په کابل هوايي اډه جمع شوي اود ملک نه د وتلو کوښښونه کوي.

طالبانو په کابل هوايي اډه د ګډوډۍ الزام په امریکې پورې کړی دی.

امریکايي مامورین وايي په زرګونو کسان یې د افغانستان وېستلي دي.

د برطانيي د دفاع وزارت د خالي، شنبې، په ورځ د هوايي اډې سره نژدې د اووه کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی.

18:18 23.8.2021

امرالله صالح: طالب وسله وال د پنجشیر په لاره پراته دي

د افغانستان د پخواني صدر (ولسمشر) اشرف غني پخواني نایب امرالله صالح ویلي چې د پنجشیر په لاره طالب وسله وال په ځای شوي دي او د طالبانو ترجمان ویلي بنجشیر د محاصر دلاندې دی.

دواړو خواو د سالانګ په اړه متضاد دعوې هم کړي دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل ټوېټر پېغام کې امرالله صالح وویل د "مزاحمت" قواو د سالانګ لاره تړلې ده او خلک باید د ځینو سیمو نه ډډه وکړي.

هغه وویل طالبانو د پنجشیر په لاره کې وسله وال پرځای کړي دي او یوه ورځ وړاندې په اندراب ولسوالۍ کې طالبانو ته سخت درانه تلفات رسول شوي دي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پېغام کې وویل د سالانګ لاره خلاصه ده او "دښمن" په بنجشیر کې محاصره شوی دی. هغه وویل کوښښ کوي چې شخړه په خبرو هواره کړي.

ذبیح الله مجاهد وویل طالب وسله وال د تخار، بدخشان او اندراب له لوري د پنجشیر په "دروازو کې ځای په ځای" شوي دي او د بغلان، پل حصار او د صلاح په ولسوالیو کې طالب وسله والو پرمختګ کړی دی.

20:08 23.8.2021

طالبانو د افغانستان بانک موقتي مشر وټاکلو

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو حاجي محمد داریس د افغانستان بانک موقتي مشر وټاکلو.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "د دولتي اداراتو او بانکي مسائلو د تنظیم او د خلکو مشکلاتو ته د رسیدګۍ په هدف د اسلامي امارت مشرتابه لخوا محترم حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک سرپرست لوی رئیس په توګه و ټاکل شو."

د ښاغلي ادریس د ګمارل کېدو نه وړاندې د افغانستان بانک سرپرست مشر اجمل احمدي و چې په کابل د طالبانو د واک وروسته د ملک نه ووتلو.

ښاغلي احمدي په یو ټويټ کې ويلي په بېنکونو کې د هېواد شتمنیو ته هېڅ زیان اوښتی نه دی او نه د کوم بېنکي حساب نه پیسې پټې شوي دي.

د افغانستان بانک موقتي مشر په داسې حال کې ګمارل شوی دی چې د امريکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او نورې مېډيا ويلي چې د ولسمشر جوبایډن ادارې د امريکې په بېنکونو کې د افغانستان نهه اشاريه پينځه یا نهه نیم اربه ډالره منجمد کړي دي.

د صدر جو بایډن د حکومت یو چارواکي واشنګټن پوسټ ته په يو بيان کې وويل چې په امریکا کې د افغانستان ملي بېنک شتمنۍ به طالبانو ته نه ورکوي.

د اجمل احمدي ترمخه د افغانستان په دغه شتمنۍ کې ډالر، سره زره ، بانډونه او نوره سرمایه ده چې وایي ډېره یې د نیویارک په فېډرل ریزرو او نورو ادارو کې پرته ده.

نور کتل

XS
SM
MD
LG