لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

08:51 24.8.2021

طالبان:جنګ نه غواړو ګنې پنجشیر په یوه ورځ کې نیولی شو

طالبان وایي دوئ په یوه ورځ کې پنجشیر نیولی شي خو غواړي چې ستونزه دخبرو اترو دلارې په سوله ییز ډول هواره شي اؤ هم له دې خاطره یې مخالف فریق ته دخبرو اترو دپاره پلاوی لیږلی دی.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دپاکستان دجیو ټيلي ویژن یو پروګرام کې ویلي که داحمد مسعود ډله جګړه کول غواړي نو ددې جګړې مسولیت به هم دهغوئ پغاړه وي ځکه چې طالبان نه غواړي وینه تویه شي.

هغه ویلي طالبان غواړي یو داسې جامع حکومت جوړ کړي چې مخالفین هم پکې شامل وي خو مخالف اړخ په واکمنۍ خپله اجاره داري غواړي .

دا په داسې حال کې ده چې دمیډیا رپورټونه وایي طالبانو خپل سلګونه تنه جنګیالي د پنجشیر ولایت په لور لېږلي، چېرته چې تر اوسه د طالبانو ضد قوتونه واکمن دي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان دطالبانو دیو مشر له خولې وایي چې په پنجشیر دقبضې دپاره طالبانو عملیات پیل کړي دي.

په ټویټر ښاغلي طاهر خان لیکلي دطالبانو دغه مشر ورته ویلي تر دې وړاندې چې پنجشیر کې دپوځي عملیاتو کوم خبرونه مخې ته راغلي وؤ هغه ناسم وؤ.

15:49 24.8.2021

د جي سېون تنظیم د غړو هېوادونو مشران به د افغانستان په موضوع خبرې کوي

د جي سېون تنظیم غړي ملکونو مشران د نهې، سه شنبې، په ورځ به د افغانستان په صورتحال غور کوي او امکان دی چې د يو شمیر ملکونو مشران به د امریکې صدر جویابډن نه غوښتنه وکړي چې د افغانستان نه د خلکو د انخلا بهیر کې مرستې دپاره دې امریکايي عسکر د اګست د ۳۱ نېټې نه وروسته هم په افغانستان کې وساتي.

به انلاین بڼه کېدونکي غونډې نه وړاندې د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن وویل خپلو اتحادیانو نه به غوښتنه کوي چې د افغان ولس او کډوالو د مرستې او د انساني امداد دپاره دې راپورته شي.

صدر بایډن
صدر بایډن

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو دپاره د اګست ۳۱ نېټه صدر بایډن ټاکلې ده خو د کابل په کرزي نړیوال هوايي ډګر اوس هم په زرګونو هغه افغانان ملک نه د بهر تګ دپاره جمع دي چې د امریکايي ځواکونو مرسته یې کړې ده.

ځینې افغانان وايي کابل هوايي اډې ته تګ دپاره طالبان دوی ته د خپلو چېک پوسټونو نه د تېرېدو اجازت نه ورکوي. او طالبان چارواکي د امریکايي ځواکونو د ستنېدو نېټه "سره کرښه" بولي.

افغانستان نه د انخلا په اړه د امریکې د قامي سلامیته مشیر جېک سولېون د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د حالاتو په لړ کې د طالبانو سره هره ورځ په سفارتي او امنیتي کچه رابطې کوي.

18:28 24.8.2021

د پنجشیر په سر د طالبانو او د مخالفینو خبرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي

د افغانستان پنجشېر ولایت لا هم د طالبانو په کنټرول کې نه دی او د دې ولایت وسلوال ځواکونه وایي طالبانو ته به تسلیم نه شي، خو سره له دې چې وسلوال طالبان د جګړې لپاره د دې ولایت په لور خوځېدلي د طالبان ویاند وایي‌ دوی غواړي ستونځه د خبرو له لارې حل کړي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دپاکستان دجیو ټيلي ویژن یو پروګرام کې ویلي که داحمد مسعود ډله جګړه کول غواړي نو ددې جګړې مسولیت به هم دهغوئ پغاړه وي ځکه چې طالبان نه غواړي وینه تویه شي
دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دپاکستان دجیو ټيلي ویژن یو پروګرام کې ویلي که داحمد مسعود ډله جګړه کول غواړي نو ددې جګړې مسولیت به هم دهغوئ پغاړه وي ځکه چې طالبان نه غواړي وینه تویه شي

د پنجشېر ولایت د نیولو لپاره د طالبانو د مشرانو خبرې له طالب ضد وسلوالې ډلې سره- چې مشري یې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي- نن پر دویمه ورځ هم روانې وې خو لا هم کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د پنجشېر ځایي‌ اوسېدونکي‌ وایي سلګونه وسلوال طالبان د پروان ولایت په ګلبهار سیمه کې را غونډ شوي دي او وایي پنجشېر ته تللې لاره یې پرانیستې ساتلې او خلکو ته په تلو راتلو کې څه ستونځه نه شته.

19:09 24.8.2021

وال سټریټ جرنل: دوو امریکایي کمپنو افغانستان ته د پېسو انتقالول ځنډولي

د امریکې وال سټریټ ورځپاڼې ویلي د امریکې دوو مالیاتي کمپنو افغانستان ته د پېسو انتقالول ځنډولي دي او امریکايي بېنکونه د افغان بېنکونو سره خپل لېن دېن ته د نژدې نه کتنه کوي.

وېسټرین یونین
وېسټرین یونین

د وال سټریټ جرنل ترمخه وېسټرن یونین او مني ګرام انټرنېشنل نومې کمپنو په کابل د طالبانو د واک نه پسافغانستان سره کاروبار بند کړی دی. د رپورټ ترمخه د دغه کمپنو د فېصلې له امله به د هغه افغان کورنیو په مالي مشکلاتو کې اضافه وشي چې په بهر ملکونو کې ورته خپلوان پېسې استوي.

بلخوا د کابل ځینې اوسېدونکي وايي په کابل د طالبانو د واک وروسته د خوراک د بنیادي ضرورت شیانو قیمتونه زیات شوي او زیاتره ای ټی اېم بند دي چې له امله یې خلک د مشکلاتو سره مخامخ دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG