د طالبانو ترجمان:د مېرمنو د کار دپاره طرزالعمل جوړوو، لا دې په کور کښېني
د طالبانو ترجمان ویلي ترڅو د افغان مېرمنو د کار روزګار دپاره طرز العمل نه وي جوړ تر هغې دې په کور کښېني.
د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې په یو خبري کانفرنس کې وویل چې کارونو او دندو ته د افغان ښځو د بیا تګ دپاره په یو طرزالعمل کار کوي.
د اشنا څانګې ترمخه مجاهد وویل چې د وزارتونو او ریاستونو امنیتي مسولین تبدیلیږي او هغوی «ډېر روزل شوي نه دي او موږ ویره لرو» چې له ښځینه کارکوونکو سره کوم داسې چلند ونشي چې وځوریږي او وکړیږي.
هغه وویل چې ښځې باید د ښه امنیت تر تامېندو او کاري طرزالعمل تر جوړېدو پورې په کورونو کې پاتې شي.
مجاهد دا هم وویل چې امریکا باید د اګست د ۳۱ پورې د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او دا چې طالبان اجازت ونکړي چې افغانان دې د ملک نه ووېستل شي.
د سي ايي مشر په کابل کې د طالب مشرانو سره لېدلي
د امریکې صدر جوبایډن د نهې په ورځ د جي سېون تنظیم غړو هېوادونو مشرانو سره د افغانستان په موضوع خبرې کړي دي او امریکايي چارواکو ویلي د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر په کابل کې د طالب مشرانو سره لیدلي دي.
د سي ايي ای مشر ویلیم برنز د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې وویل او امریکايي چارواکو د وېنا ترمخه د طالبانو د سیاسي څانګې مشر ملا عبدالغني برادر سره یې ولېدل.
د وي او ای په رپورټ کې د برنز او د برادر د ملاقات نور څه جزیات نه وو.
د نهې، په ورځ صدر بایډن د جي سېون ملکون مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
امریکايي چارواکي وايي د صدر بایډن د لوظ سره سم به امریکايي ځواکونه د اګست د ۳۱ نېټې پورې د افغانستان نه راووځي او په دغه مېعاد د بدلولو اراده نلري.
بلخوا د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د خبري غونډې په مهال وویل طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو دپاره وخت د زیاتولو مخالفت کوي.
امریکا به افغانستان نه د خلکو د راوېستلو پروازونه د اګست د ۳۱ نه مخکې ختم کړي
د دې نړیوالو فشار باوجود چې امریکا دې افغانستان نه د ځواکونو ستنولو نېټه وغځوي، د صدر جو بایډن حکومت اراده لري چې افغانستان به امریکايي ځواکونه د اګست د ۳۱ پورې راوباسي.
وایټ هاوس ویلي افغانستان نه د امریکايي شهریانو، افغانانو او د نورو ملکونو وګړو د راوېستلو دپاره پروازونه به د اګست د ۳۱ نېټې نه وړاندې ختم کړی شي چې دا ډول امریکايي عسکر او پوځې سازاو سامان نه د افغانستان نه بېرته منتقل کړی شي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ صدر بایډن په وایټ هاوس کې وویل په موجوده وخت کې هر څه د منصوبې سره سم روان دي او دغه بهیر به د اګست د ۳۱ نېټې پورې سر ته رسول شي.
صدر بایډن زیاته کړه که چېرې دا عمل د وخت نه مخکې ختم کړی شو نو به بهتره به وي."د هرې ورځې عملیات زمونږ د عسکرو دپاره اضافي خطر راوړي."
صدر بایډن وویل د نهې، سه شنبې، د ماسپښین پورې د اګست د ۴۱ نېټې نه پس امریکې د ۷۰۷۰۰ کسانو افغانستان نه په انخلا کې مرسته کړې ده.
هغه وویل د انخلا عمل په وخت سر ته رسولو په لړ کې د طالبانو مرستې ته هم ضرورت دی چې افغانان د کابل هوايي ډګر ته پرېږدي. هغه وویل د دفاغ وزارت، پېنټګان، او خارجه وزارت ته یې امر کړی که چېرې ضرورت وي نو افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنولو دپاره دې بېړني منصوبه جوړه کړي.
صدر بایډن په خپلو خبرو کې دا ونه وېل چې افغانستان نه د خلکو د انخلا پروازونه به د اګست د مېعاد نه وړاندې ختم کړی شي خو د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د عسکرو ستنېدل په وخت غواړي.
جېن ساکي د تفصیلاتو شریکولو نه ډډه وکړه خو ویې وېل په کابل کې امریکايي ځواکونو ته د داعش خراسان دلاسه خطر زیات شوی دی.
هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېنټګان ترجمان جان کربي وویل امریکايي عسکر به د اګست د ۳۱ نه وړاندې وخت ته اړتیا لري چې ستنېدو دپاره تیاری وکړي.
د ۵۱ افغانانو لومړۍ ډله یوګانډا ته ورسېدله
یو پرواز چې پکې په کابل د طالبانو د واک نه وروسته ملک نه تلوونکي افغانانو سفر کولو د شورو، چهارشبنې، په ورځ سحر وختي افریقايي هېواد یوګانډا ته ورسېدلو. د چارواکو په وېنا افغانانو ته به په یوګانډا کې په عارضي توګه پناه ورکول کېږي.
ای اېف پي خبري د یوګانډا د خارجه وزارت له قوله وویل یوګاڼدا ته رارسېدونکو ۵۱ افغانانو کې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي. افغانان چې په چارټر یا د کرايي په هوايي جهاز کې یوګانډا ته رسول شوي و د هوايي اډې نه د بسونو په قافله کې په اېنتبې ښار کې هوټلونو ته منتقل کړی شول.
د یوګانډا خارجه وزارت وویل نور افغانان به په راتلونکو ورځو کې ورسېږي.
خارجه وزارت وویل د امریکې په غوښتنه به یوګانډا د خطر سره مخامخ افغانانو او د نورو هغه کسانو په عارضي توګه کوربتوب کوي چې امریکې یا د دنیا نورو ملکونو ته په لاره یا ټرانزټ کې دي.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه یوګانډا ویلی ۲۰۰۰ کډوالو ته به پناه ورکوي.
د ملګرو ملتونو ترمخه یوګانډا کې دا وخت د دنیا ترټولو زیات کډوال ژوند کوي چې شمېره یې یو اشاریه پنځه مېلین ده او زیاتره د ساوت سوډان او ډېموکرېټک ريپبلک او کانګو دی.
د یوګانډا خارجه وزارت وویل خپل یو شمېر شهریان به هم د کابل نه راوباسي.
د ای اېف پي رپورټ وايي په کابل د طالبانو د واک نه وروسته په لویه شمېره کې افغانان ملک نه د وتلو کوښښونه کوي او زیاتره طالبانو د واکمنۍ دلاندې ژوند کولو نه ویرېږي.
د یوګانډا سرښار کمپالا کې افغانانو ته په پناه ورکولو امریکايي سفارت د یوګانډا په "سخاوت او مېلمستیا" شکریه ادا کړه.