لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

21:59 25.8.2021

وایټ هاوس: په تېرو ۲۴ ګنټو کې ۱۹۰۰۰ د افغانستان نه راوېستل شوي

وایټ هاوس ویلي په تېرو ۲۴ ګنټو کې د افغانستان ۱۹۰۰۰ کسان راوېستل شوي دي.

وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل دغه کسان د امریکايي پوځ په ۴۲ پروازونو او د اتحادي ملکونو په ۴۸ پروازونو کې د افغانستان نه بهر منتقل کړی شوي دي.

صدر بایډن
صدر بایډن

د امریکې صدر جوبایډن د جي سېون تنظیم ملکونو دا غوښتنه رد کړې چې افغانستان د امریکايي ځواکونو د ستنولو دپاره ټاکل شوي د اګست د ۳۱ مه نېټه وغځوي.

په عېن حال کې د ۵۱ افغانانو لومړۍ ډله افریقايي هېواد یوګانډا ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ رسېدلې ده. یوګانډا ویلي ۲۰۰۰ افغان کډوالو ته به پناه ورکوي.

03:15 26.8.2021

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن وایي له افغانستانه د ټولو امرکایي وګړو او افغان اتحادیانو د را ایستلو کار به یې د اګست له 31مې پر مخ هم پرله پسې روان وي او وایي طالبانو ژمنه کړې چې امریکایي وګړو او له خطر سره مخ افغانانو ته به د وتلو خوندي لاره ورکوي.

ښاغلي بلینکن د شورو- چارشنبې په ماسپښین یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې له پوځیانو پرته شپږ زره امریکایي وګړي موجود وو، چې وایي په تېرو لسو ورځو کې 4,500 را ایستل شوي او شاوخوا 1,500 لا هم هلته پاته دي.

بلینکن د صدر جوبایډن هغه خبره تکرار کړه چې وایي په افغانستان کې به خپل پوځي میشن له ټاکلې نېټې سره سم د اګست پر 31مه پای ته رسوي، خو وایي "امریکې، اتحادیانو یې او د نړۍ تر نیمایي زیاتو هېوادونو بیانونه خپاره کړي چې طالبان هغو خلکو ته د لارې ورکولو لپاره ذمه وار دي چې له افغانستانه وتل غواړي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ پخپله دویمه خبري غونډه کې وویل، د اګست تر 31مې باید د پوځیانو په ګډون ټول بهرنیان له افغانستانه ووځي او ویلي یې وو چې امریکا باید افغانان له دې هېواده ونه باسي.

15:48 26.8.2021

مغربي ملکونو په کابل هوايي اډه د ترهګر حملې خبرداری کړی

یو شمېر مغربي ملکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورخ خبرداری وکړو چې د کابل په هوايي اډه ترهګر حمله کولی شي او هلته جمع شوي کسان دې په سمدسي ډول محفوظ ځای ته منتقل شي.

په کابل کې امریکايي په یو بیان کې وویل د کابل هوايي اډې نه بهر او د هوايي دګر په دروزو د امنیت د خطر له امله امریکايي شهریان دې هوايي اډې او د هوايي اډې دروازو ته د تګ نه ډډه وکړي ترڅو ورته د امریکې د حکومت نماینده هدایات نه وي ورکړي.

په بیان کې وویل شوو چې د هوايي اډې په اېبي، ختیځه دروازه او شمالي دروازې موجود امریکايي شهریان باید په سمدستي ډول دغه سېمې پرېږدي.

د برطانيي د مسلح خواکونو وزیر جېمز هيپې بي بي سي رېډیو ته وویل د ممکنه حملې په اړه د باور وړ رپورټه ترلاسه کېږي.

د اسټرېلیا د خارجه او تجارتي امورو محکمې وویل د ترهګر حملې په خطر ډیر زیات دی او د بېلجیم وزیراعظم اېلېګزېنډر ډي کروو وویل د امریکې او نورو سرچینو نه یې حملې د امکان په اړه د رپورټونو ترلاسه کولو وروسته یې د کابل نه د انخلا پروازونه ختم کړي دي.

د امریکې خارجه وزیرا ېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څاتګې د حملې خطر ويني.

18:27 26.8.2021

افغان خبریالا وايي طالبانو پرې حمله کړې ده

په داسې حال کې چې طالبانو ویلي د رای د ازادۍ احترام به کوي، د افغانستان طلوع ټېلې وژن یو خبریال ویلي مسلح طالبانو پې حمله کړې او د ټوپک په څوکه یې په کابل کې وهلی دی.

خبریال زیار خان یاد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل طالبانو په هغه د کابل په شهر نو کې په داسې حال کې حمله وکړه چې هغه خپله دنده ترسره کوله.

ښاغلي یاد وویل طالبانو د هغه کېمرې، شخصي موبایل ټېلې فون او ټېکنیکي د هغه نه ونیول.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه طلوع ټېلې وژن وویل چې یاد او د هغه کېمره مېن د بې روزګاره کسانو وډیو جوړوله چې طالبانو پې حمله وکړه.

خبریال یاد په ټوېټر پېغام کې وویل په هغه د حملې مسله د طالب مشرانو راپورته کړی شوي ده خو لا په دې لړ کې څوک نه دي نیول شوي چې "د رای د ازادۍ دپاره سنګین خطر دی."

د وی او ای رپورټ وايي د طالبانو د ثقافتي کمیټۍ غړي احمدالله واسق ویلي د زیار خان یاد په شکایت تحقیقات شروع کړی شوي دي. هغه وویل د امنیتي ادارو سره معلومات شریک کړی شوي دي او د پلټنو وروسته به ضروري اقدامات اخیستل کېږي.

په کابل د طالبانو د واک وروسته خبریالانو، د مېرمنو او د انساني حقونو فعالانو د خپلو ازادیو په اړه تشویش څرګند کړی دی خو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي طالبان به د مطبوعاتو د ازادۍ احترام کوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG