د پېنټګان ترجمان وايي د کابل هوايي ډګر نه بهر چاودنه شوې
د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان ترجمان ویلي د کابل د هوايي اډې نه بهر چاودنه شوي ده خو لا د مرګ ژوبلې په اړه معلومات واضحه نه دي،
د پېنټګان ترجمان جان کربي د ټوېټر دلارې کابل هوايي ډګر نه بهر د چاودنې تصدیق وکړو.
امریکې او یو شمېر ملکونو په کابل هوايي اډې د حملې خبرداری کړی و.
رویټرز: د کابل هوايي اډې سره چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي
د کابل هوايي اډې سره نژدې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي چې پکې ماشومان هم شامل دي. دا خبر رویټرز خبري ادارې د یو طالب چارواکي له قوله رپورټ کړی دی.
طالب چارواکي رویټرز ته وویل په چاودنه کې یو شمېر کسان زخمیان شوي هم دي چې پکې طالب وسله هم شامل دي.
د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان ترجمان جان کربي د کابل هوايي اډې نه بهر د چاودنې تصدیق کړی. هغه وویل د هوايي اډې اېبي نومې دروازې سره نژدې شوي چاودنه کې تلفات شوي خو په اړه یې لا کره معلومات نه لري.
د چاودنې نه وړاندې هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځامریکې او یو شمېر نورو مغربي ملکونو ملکونو په کابل هوايي اډې د حملې خبرداری کړی و.
د امریکې خارجه وزیرا ېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څاتګې د حملې خطر ويني.
پېنټګان: د کابل په چاودنه کې امریکايانو او ملکي کسانو ته زیان رسېدلی
د امریکې د دفاع وزارت ترجمان د کابل هوايي اډې سره نژدې د دویمې چاودنې تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې د هوايي اډې اېبي دروازې سره نژدې چاودنه کې امریکایانو او ملکي کسانو ته زیان رسېدلی دی.
د پېنټګان ترجمان جان کربي وویل دویمه چاودنه د کابل هوايي اډې نه په لږ فاصله بېرن هوټل کې یا د هوټل سره نژدې شوي ده. هغه په دویمه چاودنه کې د تلفات په اړه څه نه دي ویلي.
د دې نه وړاندې رویټرز خبري ادارې د يو طالب چارواکي له قوله وویل د کابل هوايي اډې دروازې سره نژدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.
افغان طالبانو په کابل ښار کې نننۍ چاودنه- چې پکې لږ تر لږه د 13 تنو مړینه او د لسګونو ټپي کېدل تایید شوي- په کلکه غندلې ده.
د دې ډلې د قطر دفتر یو ویاند سهېل شاهین پر ټویټر لیکلي، دا چاودنه په هغه سیمه کې شوې چې د امنیت ذمه واري یې د امریکایي ځواکونو په لاس کې ده. سهېل شاهین لیکلي:
"اسلامي امارت د خپلو خلکو امنيت او ساتنې ته کلک متوجه دی، د شر غوښتونکو کړيو مخه به په کلکه سره ونيول شي".
له کابل هوایي ډګر دباندې او دننه زرګونو کسان چې بهرنیان هم پکې شامل دي له تېرو څه دپاسه یوې اوونۍ راهیسې انتظار کوي او غواړي چې له خپل هېواده ووځي. امریکایي پوځیانو د دغو خلکو امنیت ساته.