پېنټاګان تایید کړه چې د کابل په نننۍ چاودنه کې امریکایي پوځیان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي خو د دوی د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی ویلی.
د پېنټاګان ویاند جان کربي په خپله تازه خو لنډ بیان کې ویلي "موږ تاییدوو چې په کابل کې نن د ترهګرۍ په برید کې د امریکایي میشن یو شمېر غړي هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي چې درملنه یې روانه ده".
د کابل په نننۍ چاودنه کې تر اوسه د دیارلسو کسانو وژل کېدل تایید شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي چې زیات شمېر یې د افغانانو دی، خو بهرنیان هم پکې شامل دي.
بایډن وایي د انخلا مېشن به جاري وي، د برید عاملین به له منځه وړو
د امریکا صدر جو بایډن وایي چې کابل هوایي ډګر سره د شوې پرونۍ چاودنې عاملین به امریکا پیدا کوي او له منځه به یې وړي.
صدر بایډن د واشنګټن په وخت د زیارت ورځې په مازدیګر پرېس کنفرانس ته خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا به دا حمله هېره نه کړي، وبه یې نه بخښي، او ضرور به یې عاملینو پسې وګرځي او هغو به له منځه یوسي. هغه دا هم وویل چې د داعش ډلې مفاداتو باندې د حملو دستور یې ورکړی دی.
د دې ترڅنګ، صدر بایډن وویل چې امریکا به ونه ډاره شي او د افغانستان نه د انخلا مېشن به تر تمامېدو پورې جاري ساتي.
امریکایي چارواکو تایید کړې ده چې په پرونۍ چاودنه کې ټولټال دیارلس ۱۳ امریکایي پوځیان وژل شوي او پنځلس ۱۵ نور یې زخمیان شوي دي.
همدا راز د عامو افغانانو د مړو شمېر لږ تر لږه شپېته (۶۰) تنو ته رسېدلی او ویل کیږي چې شاوخوا یو نیم سل نور ټپیان دي. د دې چاودنې ذمه واري، داعش ډلې په غاړه واخیسته.
داعش وسله والې ډلې د کابل د حملو ذمه واري منلې
داعش وسله والې ډلې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې د ځانمرګي حملو ذمه واري منلې ده او د امریکې صدر جو بایډن لوظ کړی چې د حملو بدل په اخلي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د کابل هوايي اډې د اېبي دروازې او د نژدې یو هوټل سره د حملو څو ګنټې وروسته داعش یا اسلامک سټېټ په ټېلې ګرام نومې وېب پاڼه مسولیت ومنلو.
په حملو کې د سلو نه زیات کسان وژل شوي دي چې پکې ۱۳ امریکايي عسکر هم شامل دي.
د وي او ای په رپورټ کې وېل شوي چې لږ تر لږه ۹۰ افغانان په وژل شویو کسانو کې شامل دي.
صدر بایډن د واشنګټن په وخت د زیارت ورځې په مازدیګر پرېس کنفرانس ته خبرې وکړې او ویې ویل چې امریکا به دا حمله هېره نه کړي، وبه یې نه بخښي، او ضرور به یې عاملینو پسې وګرځي او هغو به له منځه یوسي. هغه دا هم وویل چې د داعش ډلې مفاداتو باندې د حملو دستور یې ورکړی دی.
امریکايي پوځي چارواکی: د نورو حملو په امکان نظر ساتوو
د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ مشر جنرل فرېنک مېکېنزي ویلي په افغانستان کې د نورو حملو په امکان نظر ساتل کېږي او د جمعې په ورځ کابل نه د خلکو د انخلا پروازونو دوام درلود.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه جنرل مېکېنزي وویل داعش په امکاني توګه په راکټونو او موټر بمونو د کابل هوايي اډه په هدف کولی شي او د امریکايي پوځي کمانډران په دې اړه نظر ساتي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې دوو چاودنې کې د ۹۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې پکې ۱۳ امریکايي عسکر شامل دي.
د حملې وروسته خپله وېنا کې صدر جوبایډن ویلي د حملې بدل به اخلي او د هغو کسانو تعقب به کوي چې پکې لاس لري.
داعش وسله د حملې مسولیت په غاړه اخیسی او د رویټرز خبري ادارې ترمخه وسله والې ډلې وویل یو ځانمرګي حمله کوونکی د امریکايي پوځ "ترجمانان او مرسته کوونکي" په هدف کړل.
جنرل مېکېنزي وویل امریکايي پوځي مامورین د نورو ممکنه حملو په ضد هر ممکنه تیاری کوي او په دې لړ کې د طالبانو سره هم استخباراتي معلومات شریک کړی شوي دي .
جنرل مېکېنزي وویل ګمان کوي چې طالبانو د ځینو حملو مخه نیولې ده.
د جمعې په ورځ کابل نه د خلکو د انخلا پروازونو دوام لرلو او د امریکايي چارواکو په وېنا د امریکې پاسپورټ لرونکو کسانو ته هوايي اډې ته د داخلېدو اجازت ورکړی کېدلو.
جنرل مېکېنزي وویل د خطراتو ترڅنګ به امریکا د انخلا پروازونه دوامداره ساتي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ۱۲۵۰۰ کسان د افغانستان نه راووېستل شوو. د دې شمېرې په شمول غربي ملکونو د اګست د ۱۴ نېټې راهسې افغانستان نه ۱۰۵۰۰۰ کسان راوېستلي دي.