لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

21:51 27.8.2021

داعش د حملې نه پس هم د کابل هوايي اډې سره په رزګونو کسان جمع وو

په کابل هوايي اډه د داعش د حملې یوه ورځ وروسته د جمع په ورځ سحر وختي هم په زرګونو خلک د افغانستان بهر وتلو په تکل کې جمع شوي وو.

د امریکې صدر جوبایډن لوظ کړی چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې دروازه او خوا کې د هوټل سره نژدې شویو حملو کې د ککړو تنانو نه به بدل اغلي.

صدر حوبایډن
صدر حوبایډن

د وي او ای د رپورټ ترمخه په حمله کې د ۱۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې ۱۳ پکې امریکايي عسکر دي.

په حمله کې ۱۸ نور امریکايي عسکر زخمیان شوي دي چې د رپورټ ترمخه د جمعې په ورځ په یو خصوصي جهاز کې د افغانستان نه بهر منتقل کړل شول.

د وال سټریټ ژورنال د رپورټ ترمخه د هوايي اډې سره د چاودنې وروسته هلته جمع شوي خلک د دې ګنګوسو له امله منتشر شوي وو چې بله حمله هم کېدونکي ده.

د جمعې په ورځ کابل نه د خلکو د انخلا پروزاونه بیا شرورع شوي وو او د هوايي ډګر سره بیا د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه شوي وه.

04:06 28.8.2021

له افغانستان څخه د اګسټ په ۲۷ نېټه په ۱۲ ساعتونو کې د سهار له دریو څخه د ماسپښین تر دریو بجو پورې تقریبا ۴۲۰۰ کسان له کابل څخه ویستل شوي دي.‌

د امریکا په ۱۲ پوځي الوتنو کې۲۱۰۰ کسان او د ایتلاف په ۲۹ الوتنو کې ۲۱۰۰ کسان له کابل څخه ویستل شوي دي.‌

امریکايي چارواکي وايي، د اګسټ له ۱۴ نېټې څخه امریکا ۱۰۹۲۰۰ امریکایان او د طالبانو ګواښونو ته مخ کسان له افغانستان څخه ویستلي دي.

خبر زیاتوي، دا شمېره د جولای له وروستیو څخه ۱۱۴۸۰۰ کسانو ته رسېږي.

21:06 28.8.2021

د کابل په هوايي ډګر باندې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په بمي ځان وژونکي برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او لږ تر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.

پنټګان دا هم ویلي، چې په دغه برید کې ۱۸ امریکايي سرتیري ژوبل شوي هم دي.‌

طالب چارواکي وايي، چې لږ تر لږه ۲۰۰ ملکي کسان ژوبل شوي هم وو.

داسې ښکاري چې د نهې یا سې شنبې په ورځ به له افغانستان څخه د امریکایانو د تخلیې وروستۍ الوتنې ډېرې خطرناکه وي.

د لویدیځ پوځي چارواکو ویلي، په دغو الوتنو کې به په افغانستان کې پاتې وروستني امریکايي سرتیري له افغانستان څخه وځي او پر مځکه به یې د ژغورلو لپاره هېڅ دوست ځواک نه وي.‌

دوی به په طالب جنګیالیو باندې تکیه لري تر څو دا باوري کړي چې د داعش لخوا به په هوايي ډګر او یا د الوتنې د پورته کېدو پر وخت په الوتکې باندې د کوم راکټ یا توغندي برید نه کېږي.

برتانیه له افغانستان څخه خپل د تخلیې عملیات د شنبې یا خالي په ورځ پای ته رسوي خو وروستۍ الوتکه یې لږ تر لږه د ځمکنیو ځواکونو تر سترګو لاندې له افغانستانه وځي.

21:20 28.8.2021

امريکا په ننګرهار کې د داعش پلان جوړونکی د ډرون د لارې په هدف کړی

Drone
Drone

امریکې ویلي د افغانستان په ننګرهار ولايت کې يې په بې پايلټه ډرون بريد کې د داعش خراسان ډلې پلان جوړونکی په هدف کړی دی. د امریکې مرکزي کمانډ ويلي د ننګرهار په بريد کې په مبيينه توګه د کابل د بريد پلان جوړونکی د داعش غړی په هدف شوی دی. د امریکې د سمندري ځواک وياند کېپټن ويليم اربن ويلي په بريد کې يو تن وژل شوی او دوی خبر دي چې ملکي وګړي پکې نه دي وژل شوي.

د خالي/شنبې په ورځ دا برید په داسې حال شوی چې د زيارت/پنجشنبې په ماښام د کابل په هوايي اډه ځانمرګي بريد شوی 169 افغان وګړي او 13 امریکايي سرتيري پکې وژل شوي وو.داعش د 26 اګست د کابل په هوايي اډه د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه.

د زیارت په ورځ په کابل کې د ځانمرګي بريد وروسته د امریکا صدر جوبايډن ويلي وو په دغه بريد کې ککړ به ترې پټ نه شي. صدر جو باېډن ويلي وو امریکا به دغه تن راښکاره کوي او بدل به ترې اخلي.


نور کتل

XS
SM
MD
LG