لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.
سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي.

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکا دې په افغانستان کې د پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي

04:44 29.8.2021

طالبانو اندېښنه څرګنده کړې چې وایي کېدای شي دښمنان یې په کابل کې د بهرنیانو له شته والي ګټه پورته کړي او بیا بریدونه وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر یوه مشر شېرمحمد عباس ستانیکزي پرون د افغانستان د ملي ټیلیویژن له لارې پر افغانانو ږغ وکړ، لومړی دې بهرنیان پرېږدي چې له هېواده ووځي:

"زموږ افغانان باید په دغه عجله [بیړه] باندې چې اوس فعلاً په میدان باندې دی له دې ډډه وکړي ځکه چې دښمن اوس هم په قابو کې دی خدای نخواسته چې موږ د داسې نورو حوادثو شاهد ونه اوسو، اجازه ورکړئ خارجي قواوو ته چې اول دوی ووځي".

عباس ستانیکزي وویل دوی له هېواده د هیچا د وتلو مخه نه نیسي که یې له بهرنیانو سره کار کړی وي او که نور خلک وي، خو وایي اوس یې په کابل هوایي میدان کې خلک ګومارلي چې څوک د سفر قانوني اسناد پاسپورټ او ویزه نه لري هغوی ته به له هېواده د وتلو اجازه ور نه کړي.

ستانیکزی وایي له امریکایي چارواکو سره په تماس کې دي او هر څومره ژر چې کېدای شي د ټول افغانستان خصوصاً د کابل هوایي ډګر د افغانستان د هوابازۍ وزارت ته وسپارل شي او دوی وکولای شي ټول داخلي او خارجي پروازونه منظم کړي او خلکو ته په اسانتیا د سفر موقع برابره شي.

05:28 29.8.2021

د امریکې ولسمشر جوبایډن وایي په کابل کې مځکني حالات ډېر خطرناک دي او وایي اوس هم پر کابل هوایي ډګر د ترهګرۍ د برید زیات خطر شته، خو وایي پر داعش ډلې پرونی برید یې وروستی نه وو.

له سپینې ماڼۍ د خپاره شوي خبر له مخې ښاغلي بایډن د شنبې- خالي په ورځ په واشنګټن کې د خپل ملي امنیت له ټیم او د پوځ له کمانډرانو سره پر داعش د برید په اړه خبرې کړې او وایي کمانډرانو یې ورته ویلي چې ډېر ژر د یو بل برید امکان هم شته:

"زما کمانډرانو راته وویل په راتلونکو له 24 تر 36 ګنټو پورې د یو بل برید زیات امکان دی، ما دوی ته امر وکړ چې هر ممکن ګام واخلئ او د پوځ ژغورنې ته لومړیتوب ورکړئ".

د اګست پر شپږویشتمه پر کابل هوایي ډګر دوو خونړیو ځانمرګو بریدونو 13 امریکایي پوځیان او شاوخوا 170 افغانان و وژل او د امریکایي پوځیانو په ګډون یې سلګونه کسان ټپیان کړل، چې ذمه واري یې داعش خراسان ډلې ومنله.

د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ پرون وویل چې په ننګرهار کې یې د داعش دوه مهم مشران له منځني ختیځه په ډرون برید و وژل. ولسمشر بایډن خپلو کمانډرانو ته باور ورکړی چې په کابل کې د خپلو سړیو او ښځو د ژغورنې لپاره بشپړ واک، وسایل او پلان لري

07:12 29.8.2021

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو د یوې اندازې له مخې ویلي چې کېدای شي په راتلونکو څلورو میاشتو کې پینځه لکه افغانان له خپل هېواده کډه شي.

پر کابل هوایي ډګر د پنجشنبې- زیارت د ورځې تر ځانمرګو بریدونو وروسته زرګونو خلکو د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان ته مخه کړې دي خو پاکستان چارواکي وایي بې له قانوني اسنادو د ورتګ اجازه نه ورکوي.

بل لور ته د چمن چارواکي وایي سره له دې چې نویو افغان کډوالو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي خو بیا هم د دوی شمېر ډېر زیات شوی او هره ورځ له لسو تر پینځلسو زرو پورې افغانان پاکستان ته ور داخلېږي.

په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر اپریدي وي او اې ته وویل، له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې روانې دي او له هغوی یې غوښتنه کړې ده چې افغان کډوالو ته پر خپله ځای ورکړي.

11:04 29.8.2021

دافغانستان طالبانو پاکستان ته په ډاګه کړې ده چې پاکستاني طالبان دپاکستان په ضد جګړې نه منعې کول افغانستان پسې تړاؤ نه لري اؤ دا کار به پخپله پاکستان ته کول وي چې هغوئ طالبان قانع یا منعې کړي.

دپاکستان جیو ټيلي ويژن سره خبرو کې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو نړۍ سره ژمنه کړې چې دافغانستان خاوره به دبل چا په ضد نه کارول کیږي اؤ پخپله دې ژمنه ولاړ دي.

تر دې دمخه پاکستاني چارواکو دعوه کړې وه چې افغان طالبانو ورته ضمانت ورکړی چې ټي ټي پي به دپاکستان‌ په ضد کارروائیو ته نه پریږدي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې طالب ویاند ویلي که چرې دپاکستان طالبانو د افغانستان دطالبانو د مشر په لاس (چې هغوئ یې امیرالمومنین بولي) بعیت کړی وي نو بیا باید چې دهغه هره خبره هم ومني.

دافغانستان دبیلابیلو ولایتونو د واک اخستو په مهال طالبانو ګڼ شمیر زندانونه هم مات کړي وؤ اؤ رپورټونه وایي چې هغوئ دپاکستاني طالبانو دمرستیال مشر مولوي فقیرمحمد په شمول ګڼ شمیر پاکستاني طالبان اؤ دالقاعده جنګیالي د زندانونو نه خوشې کړې دي.

هغه وویل په افغانستان کې یوه اوږده موده جګړه وشوه اؤ په دې موده کې دننه په عرب هیوادونو کې هم ګڼ شمیر بدلونونه رامنتځته شوي دي ځکه نو هغه فکر کوي چې دالقاعده مشران اوس په افغانستان کې نشته اؤ خپلو وطنونو ته به ستانه شوي وي اوس دا اندېښنې بې ځایه دي چې القاعده به افغانستان کې بیا سر راپورته کړي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG