د افغانستان او پاکستان لپاره د برطانیي خصوصي استازي گیرت بیلی د افغانستان یوې خبري ادارې ته ویلي د ډیورنډ کرښې په سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ شخړه دواړه هېوادونه باید په خپلو کې حل کړي.
ښاغلي گیرت د افغانستان شخصي اریانه نیوز خبري ادارې سره په مرکه کښې وویل "د نن ورځ دا لانجه د افغانستان او پاکستان ترمینځه ده چې ورله په گډه حل لټول پکار دي."
د ډیورنډ کرښه ٢٦۴٠ کلومیټره اوگده پوله ده چې پاکستان د افغانستان نه بیلوي او د پښتنو سیمه یې وېشلې.
په کال ١٨٩٣ دا د هاغه وخت د هند نمائنده سر مورټیمر ډیورنډ د افغانستان امیر عبدالرحمن خان سره په دې تقسیم موافقه شوې و.
دې تړون په لومړي ځل په نقشه د افغانستان او هند ترمینځ پوله واضحه کړې وه، چې دا له کوم ځای څخه پېل کیږي او کوم ځای باندې ختمیږي.
د امیر عبدالرحمن ځای ناست امیر حبیب الله خان په کال ١٩٠٥ کښې د هند برطانوي حکومت سره بیا د سره بله لوظنامه لاس لیک کړه او د ډیورنډ په کرښه د برطانیې دریځ یې ومنو.
د کال ١٩١٩ اېنگلو افغان لوظنامې ترمخه، افغانستان د خپلې ازادې اعلان په وخت یو وار بیا خپلې زړې لوظنامې تائید کړې چې پکښې د ډیورنډ کرښې لوظنامه هم شامله وه.
په کال ١٩۴٧ کښې د هند د تقسم وروستو دا سیمې د پاکستان برخې اوگرځیدلې خو افغانستان غوښتل چې برطانیه او پاکستان دې د دې منتقې پښتنو له د خپلې خپلواکۍ حق ورکړي چې پاکستان او برطانیه دواړو ترې انکار وکړ.
په ځواب کښې افغان حکومت د ډیورنډ کرښه منلو نه انکاري شو او دعوه یې اوکړه چې د پاک افغان پولې نه تر اباسیند پورې د افغانستان ځمکه ده.
افغان حکومتونو په هر دور کښې پاکستان سره ډیورنډ کرښه د نړیوالې پولې په هیڅ پیژندگلو نه انکار کړی دی.
پاکستان ډیورنډ کرښه رسمي پوله بولي او په وروستویو کښې یې په دې د اغزن تار د لگولو کار پیل کړی دی. پاکستان دریځ لري چې افغانستان سره په پوله د ترهگرو ازاد تگ راتگ مخنیوي لپاره په دې پوله اغزن تار لگول غواړي.
افغان چارواکو د پاکستان لخواه د ازغن تار په سختو ټکو غندلې.
افغانستان دریځ لري چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته اباد پښتانه دې دافیصله وکړي چې دوي خپله راتلونکې څینگه غواړي.