لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت د ړنګېدو په مهال هېکرانو د پاکستان نه افغانستان کې خلک په نښه کول - فېسبوک


د فيسبوک د خطرو د پلټنې برخې چارواکو د رائټرز خبري ادارې سره په یوه مرکه کې ویلي چې کله طالبانو په افغانستان باندې قبضه لګوله، نو د پاکستان نه هېکرانو د فېسبوک د لارې هغه افغانان په نښه کول کوم چې د ړنګ شوي حکومت سره یې تعلق و.

د فیسبوک چارواکو ویلي چې پاکستان کې د هېکرانو ډلې، چې د انټرنېټي امن په صنعت کې د سایډکاپي په نامه پېژندل کیږي، فېسبوک باندې د هغو ویب سایټونو لېنکونه شریک کول چې د خلکو د څارنې یا مېلوېر په واېرسونو به ککړ و او د کسانو په کمپیوټرونو یا ټلیفونونو به پټ نصب کېدل.

بیان کې زیاته شوې په هغو کسانو کې چې په دې طریقې سره په نښه کېدل، په کابل کې د حکومت، پوځ، او د قانون د تنفیذ ځواکونو سره تعلق ساتونکي کسان شامل و. فېسبوک چارواکو زیاته کړې چې سایډکاپي یې په اګسټ میاشتې کې له خپل پلټفارم نه لېرې کړ.

فېسبوک کمپنۍ چې په دې وروستو کې یې خپل نوم "میتا" ته بدل کړی دی، ویلي چې د هېکرانو لخوا سایډکاپي نومې ډلې د ځوانو ښځو یا جینکو په نوم ځان ته فېسبوکونه جوړول چې په ناز و نخرو سره د خلکو پام ورواړوي، اعتماد سازي وکړي او بیا په نښه شوي کسان دې ته اړ باسي چې په غلطو لېنکونو کلېک وکړي او یا ورانکاره اېپونه ډاونلوډ کړي.

د فيسبوک د انټرنیټي امنیت د چارواکو په وینا، پاکستان کې د هېکرانو دې ډلې ځیني قانوني ویبسایټونه هم هېک کړي و چې د هغه طریقه به یې خلک غولول چې خپل د فېسبوک اهم معلومات ورسره شریک کړي.

د فیسبوک د سایبري جاسوسۍ د تحقیقاتو مشر مایک ډويلیانسکي ویلي: "دا همیشه مونږ ته مشکله خبره ده چې د خطرپېښوونکي کس نهایي هدف باندي خبري وکړو، مونږ ته داسې څه پوره پته نشته چې څوک به د هغو ښکار شوی وي، یا د دوی د دې کار نهایي نتیجه به یې څه وه."

د ایمېل جوړولو او آنلاین پلټفارمونو غټو کمپنیو لکه فېسبوک، ټویټر، د الفابټ کمپنۍ ګوګل، او د مایکروسافټ کمپنۍ لېنکد-اېن ویلي په تېر اوړي موسم کې چې کله طالبانو په ډېرې تېزۍ سره افغانستان باندې قبضه لګوله، نو هغه مهال دغو کمپنیو د افغان صارفینو د اکاونټونو لاکډاون کولو دپاره ګامونه اوچت کړل.

فېسبوک چارواکي وایي، د هېکرانو دا کمپاین د اپرېل او اګسټ میاشتو ترمنځ ډېر زور اخیستی و، خو فېسبوک کمپنۍ تر دې وړاندې ځکه په دې اړه خبره نه کوله چې د دوی پخپله کارکوونکي په افغانستان کې ګېر پاته و، د هغو د خونديتوب فکرمندي هم وه او بل اړخ ته د هېکرانو د جال په اړه لا نورو پلټنو ته ضرورت و.

فېسبوک (مېتا) کمپنۍ وایي، د پاکستان نه د هېکرانو دا حملې داسې ښکارېدې چې "د ښه پرېمانه وسایلو سره او مسلسلې" وې. فېسبوک زیاتوي چې کله یې د عملیاتو مخه ونیوله، معلومات یې د امریکا د خارجه وزارت سره شریک کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG