لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل ولې له طالبانو سره د سولې پر خبرو اندیښمن دی؟


له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې، که یو اړخ ته د خلکو په زړونو کې هیلې او خوشبینۍ راپیدا کړي دي، خو بل پلو ته یې ځیني اندیښنې هم راولاړې کړې دي. د افغان صدر، محمد اشرف غني، ویره دا ده چې هسې نه امریکاییان له طالبانو سره روغه جوړه وکړي، خو له روغې جوړې وروسته، په افغانستان کې یوځل بیا هغه حالت تکرار شي چې د روسانو له وتلو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته پر افغانانو راغی.

د امریکا خاص استازی، زلمی خلیلزاد، ټینگار کوي چې له طالبانو سره باید پر یو جامع اوربند توافق ته ورسیږي او د افغانانو ترمنځ باید خبرې هم وشي.

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼه بیا د خلیلزاد اوسنی ماموریت، له نن څخه څه باندې څلویښت کاله مخکې د هینري کیسنجر له ماموریت سره پرتله کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي چې که څه هم له طالبانو سره د خلیلزاد خبرې ځان ته ځانگړي اړخونه لري، خو په ځینو برخو کې د شمالي ویټنام له مشرانو سره د هینري کیسنجر مذاکراتو ته ورته دي. د کیسنجر د مذاکراتو پایله، په ١٩٧٣ کې له جنوبي ویټنام څخه د امریکایي پوځ وتل و او دوه کاله پس یې جنوبي کوریا د شمالي کوریا لخوا ونیول شوه.

اوس د زلمي خلیلزاد ډیپلوماسي، گڼ شمیر کسان په افغانستان کې په تشویش کړي او په دې سوچ کې دي چې هسې نه له طالبانو سره په دوحه کې د امریکا د مذاکراتو په لړ کې، د دوی گټې له پامه وغورځول شي.

زلمي خلیلزاد په کابل کې د طالبانو له یو شمیر پخوانیو غړو سره هم وکتل
زلمي خلیلزاد په کابل کې د طالبانو له یو شمیر پخوانیو غړو سره هم وکتل

یوه بله خبره چې ولسمشر غني او د حکومت غړي یې اندیښمن کړي و، دا گنگوسې وې چې خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره، د یو موقت حکومت پر جوړیدو خبرې کړې دي. ولسمشر غني هم په کابل او هم په سویتزرلینډ کې څو ځله د موقت حکومت طرحه په غوسې سره رد کړله.

خو وروسته زلمي خلیلزاد وویل چې په دې اړه یې له طالبانو سره هیڅ خبرې نه دي شوي او نه هم د افغانستان د آینده نظام په اړه خبرې کول د دې په صلاحیت کې دي.

د کابل اندیښنه څه ده؟

د افغانستان د سولې په اړه د خلکو په منځ کې یو څه خوشبیني راپیدا شوې او افغان حکومت هم په وار وار ویلي چې دا کال به د سولې کال وي. خو په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امریکا خبرې پرمخ تللي دي، د خلیلزاد او د غني د ډلې ترمنځ اختلافات هم په ښکاره کیدو دي.

د افغانستان د کورنیو چارو مخکینی نگران وزیر او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د سولې کیلي یا چابي په کابل کې نه بلکې په راولپنډۍ کې ده.

ښاغلي صالح د نهې یا سې شنبې په ورځ پر خپل رسمي ټوېټر ولیکل چې د سولې کیلې یا چابي، تل په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکز کې یرغمل شوې ده.

خلیلزاد پرون ویلي و چې د افغانستان د سولې کیلي (چابي) په کابل کې ده.

امرالله صالح پر خپل رسمي فیسبوک هم په دې تړاو لیکلي چې امریکا ته د سولې پلان، طالبانو نه بلکې په راولپنډۍ کې د څو جنرالانو لخوا خلیلزاد ته ورکړل شوې او زیاته کړې ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې د سولې په نوم هڅې پيلې کړي چې افغان حکومت تسلیم کړي‌ او طالبان واک ته ورسوي.

له دې مخکې، ولسمشر غني هم ویلي و چې زر تر زره سوله غواړي، خو په تدبیر. هغه وویل نه غواړي چې د ډاکټر نجیب الله په څیر دوکه ورکړل شي او د سولې له توافق وروسته، افغانستان یوځل بیا په یو ناورین کې راگیر شي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د سولې له توافق وروسته چې کوم احتمالي گواښونه او خطرې شته، پر هغو ښه پوهیږي او غواړي مخه یې ونیسي.

په همدې حال کې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د غربي ډیپلوماتانو له قوله لیکلي، هغوی په دې فکرمند دي چې د افغان دولت دننه اختلافات او افتراق به د سولې دپاره لاس ته راغلي فرصتونه له گوتو وباسي.

بل پلو صدر غني وایي نه پرېږدي چې افغانستان هغه څه له لاسه ورکړي کوم چې تر اوسه یې ترلاسه کړي، او هغه به یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړي چې په کې به فساد ورک وي.

خو د مجاهدینو یو شمیر پخواني مشران، چې په داخلي جنگونو کې هم ښکیل پاته شوي و او وروسته بیا په قدرت کې پاته شول او د ځینو په قول، شته او دولت یې پیدا کړل، اوس ولسمشر غني په دې تورن کوي چې گني غني د سولې د خبرو په وخت کې، د خپل قدرت د ساتلو هڅه کوي.

ولسمشر غني ځان بیا په انتخاباتو کې کاندید کړی او وایي چې د شاه امان الله خان نمیگړي ترقیاتي پلانونه به بشپړوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG