لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې میشته افغانانو د عمران خان د پاسپورټونو او د شناختي کارډونو د اعلان هرکلی وکړو


په پېښور کې مېشته افغان کډوالو د وزیراعظم عمران خان د دې اعلان هرکلی وکړو چې هغه افغانانو او بنگالیانو ته به د پاکستان پاسپورټونه او شناختي کارډونه ورکوي چې بچي یې په پاکستان کې زېږیدلي دي.

خو څېړونکي وايي د پاکستان قانون د وړاندې نه هغه خلکو ته د پاکستاني شهریت حق ورکوي چې په پاکستان کې زېږیدلي دي.

په پېښور کې افغان کډوالو د کمیټۍ ترجمان شېرزاد د وي او ای ډیوه خبریال ارشدمومند سره مرکه وویل افغانان د عمران خان دغه اعلان "نېک اقدام گڼي."

شېرزاد وویل افغانان په پاکستان کې په تعلیم، تجارت او په نورو چارو کې بوخت دي خو په هېواد کې د پاتي کېدو سهولت د نه لرلو په وجه د محرومیت سره مخامخ وو.

شیرزاد وویل "افغانانو تقریباً د یو نوع محرومیت احساس کوو ددغه اعلان د وجې نه به انشاالله دغه محرومیب به هم ختم شي دوي ته به په تعلیمي سهولتونو کې هم فایده ورسي، په صحي سهولتونو کې به هم فایده ورسیږي هم دغه رنگ د ژوند په ټولو چارو کې، په تجارت کې، په بانکي حسابونو کې، نورو مسایلو کې ټولو کې به دوي ته فایده وي."

عبدالحمید جلیلي په پاکستان کې د کډوالو دپاره د افغان کډوالو نماینده دی وايي په پاکستان کې دا وخت ١۴ لکه افغانان میشته دي، د عمران خان د بیان جاج اخلي خو افغان حکومت په رسمي ډول د پاکستاني وزیراعظم په بیان خپل غبرگون نه دی څرگند کړی.

عمران خان د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کراچۍ کې په یوه دستوره کې افغانانو او بنگالیانو ته د پاکستان پاسپورټونو او شناختي کارډونو د ورکولو اعلان وکړو.

عمران خان وویل "دلته مونږ ولې د دې خلکو سره ظلم کوو دا انسانان دي دا څنګه کېدی شي چې دوی مونږ د ۳۰ او ۴۰ کالونو راهسې محرومه ساتلي دي هغو ته به پاسپورټ او شناختي کارډ نه ورکوؤ. "

خو عمران خان دا نېټه ونه ويله چې په دې کار به کله لاس پورې کوي.

څېړونکي وايي د پاکستان قانون د وړاندې نه هغه خلکو ته د پاکستان د شهریت حق ورکوي چې په پاکستان کې زېږېدلي وي.

په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په ټوېټر خپل پېغام کې ویلي خلک ولې د عمران خان ستاینه کوي په داسې حال چې په پاکستان کې زېږیدلي خلک د قانون د لاندې د پاکستان د شهریت حق لري.

د پاکستان د اعلان په دې اړه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند رپورټ هم دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG