لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شل اوریز نړیوال کپ: بنګله دېش ته په ماتې ورکولو افغانستان وړومبی ځل سیمي فاینل ته ورسېد


د کرکټ د شل اوریز نړیوال کپ په یوه مهمه سیالۍ کې افغانستان بنګله دېش ته په اتو منډو د ماتې ورکولو سره په تاریخ کې په وړومبي ځل د نړیوال کپ نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته ورسېدو.

د کینګز ټاون په ارنسویل لوبغالي کې د ترسره شوې ۵۲مې دې مهمې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بیټنګ یا توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پنځو‌ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډې جوړې کړې اؤ بنګله دېش ته یې د ۱۱۶منډو هدف ورکړو.

د لوبې په منځ کې د باران کېدو له امله بنګله دېش ته د ډک ورت لویس سسټم په اساس په ۱۹ اورونو کې د ۱۱۴منډو هدف وسپارل شو.

د بنګله دېش لوبډلې ته سیمي فاینل ته د رسېدو لپاره ضروري وه چې ۱۱۴ منډو دا هدف ۱۲ اورونو اؤ یو بال کې ترسره کړي خو د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۰۵ منډو وسوځېده.

د افغانستان ددې تاریخي ګټې سره سم د کال ۲۰۲۱ د شل اوریز کرکټ د نړیوال اتل اسټریلیا سفر هم په ورلډ کپ کې پاي ته ورسېدو.

تر دې وړاندې تېره ورځ هند اسټریلیا ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړې وه اؤ سیمي فاینل ته یې ځان ویستلی ؤ.

انګلینډ اؤ جنوبي‌ افریقه له وړاندې څخه سیمي فاینل ته رسېدلي دي.

په ننۍ لوبه کې د افغانستان اوپنرانو د چټک لوبې پځای په کراره توپ وهنه پېل کړه اؤ په ۱۰ اورونو اؤ‌ ۴ بالونو یې ۵۹ منډې وکړې.

ابراهیم ځدران په ۲۹ بالونو ۱۸ اؤ رحمان الله ګربز په ۵۵ بالونو ۴۳ منډې جوړې کړې اؤ وسوځېدل.

تر هغوي وروسته عظمت الله عمر زي ۱۰،ګلبدین نایب ۴ اؤ محمد نبي یوه منډه جوړه کړه اؤ وسوځېدل.

کریم جنت ۷ اؤ کپتان راشد خان ۱۹ منډې وکړې اؤ نا سوځېدلي‌ پاتې شول.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG