لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره پر پوله، د افغانستان په دوو ولسوالیو کې سخته جگړه روانه ده


د افغانستان پکتیکا ولایت، د جنوبي وزیرستان په خوا کې پروت دی
د افغانستان پکتیکا ولایت، د جنوبي وزیرستان په خوا کې پروت دی

په افغانستان کې د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا یو غړی وایي چې طالبانو د پاکستان پولې ته څیرمه د پکتیکا پر دوو ولسوالیو حملې کړي او هغه ځایونه یې نیولي دي. خو حکومت بیا دا دعوه ناحقه بولي.

د پکتیکا د ولایتي شورا یو غړي، فضل رحمن کټوازي رسنیو ته ویلي چې طالبانو د اتوارـ یکشنبې په ورځ د گیان او اومنه ولسوالیو پر امنیتي چیک پوانیټونو بریدونه وکړل او افغان عسکر یې اړ ایستل چې له دغو سیمو پر شا شي او یوه ډیره اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورولویدل.

ښاغلي کټوازي وویل چې په دې حملو کې د افغان امنیتي ځواکونو درې تنه وژل شوي او یو شمیر هم ټپیان شوي دي. د رایټرز خبري آژانس په حواله، ښاغلي کټوازي زیاته کړې ده چې: «له دوه ورځې درنې جگړې وروسته، طالبانو د دواړو ولسوالیو مرکزونه ونیول.»

خو بل پلو د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش بیا د امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې، د ولایتي شورا د غړي دعوه رد کړله او ویې ویل چې طالبانو تر اوسه د ولسوالۍ مرکزونه نه دي نیولي.

نجیب دانش دا خبره ومنله چې د پکتیکا ولایت په گیان او اومنه ولسوالیو کې درنه جگړه روانه ده، خو ویې ویل چې افغان ځواکونه له هغو سیمو څخه نه دي پر شا شوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، حکومت مخکې تر دې لا، د پکتیکا د یوې ولسوالۍ مرکز درې کیلومټره لیرې، بل ځای ته چې «سټراټیجیک موقعیت» لري، منتقل کړی دی.

طالبانو تر اوسه د پکتیکا ولایت د اومنې او گیان ولسوالیو د نیولو په هکله څه نه دي ویلي.

طالبانو سږ کال د الخندق په نامه خپلو عملیاتو کې، یو شمیر ولسوالۍ له افغان حکومت څخه قبضه کړلې خو افغان امنیتي ځواکونو یې اکثره بیرته له هغو نیولي دي.

د گل ـ دوشنبې په ورځ په افغانستان کې دناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان، جنرال جان نیکلسن وویل چې سږکال په ١۴ ولسوالیو کې امنیتي حالات ښه شوي، خو په اتو نورو کې بیا خراب شوي دي، او په دې ډول، په ټولیزه توگه پر هیواد باندې د حکومت د کنټرول کچه ثابته پاته ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG