لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په ایشیا کپ لوبو کې مخکیني اتل، سریلانکا ته ماته ورکړه


تصویر: آرشیف
تصویر: آرشیف

افغانستان نن د کرکټ د ایشیا کپ یا آسیایي جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه، د سریلانکا په وړاندې وگټله. سریلانکا په کرکټ کې یوه پیاوړې لوبډله گڼل کیږي او په ٢٠١۴ ایشیا کپ سیالیو کې اتله شوې وه. افغانستان نن لوبه ترې په ٩١ منډو وگټله.

په دې سره افغانستان که اوس خپله دویمه لوبه وگټي او یا وبایلي، په دواړو حالاتو کې یې بل پړاو ته وځي.

په نننۍ لوبه کې چې په ابوظبي کې وشوه، پچه افغانستان وگټله او ړومبی یې توپ وهل یا بټینگ غوره کړ.

د افغان لوبډلې رحمت شاه په لومړي میدان کې ٧٢ منډې جوړې کړې. ورپسې تر ټولو ډیرې منډې د احسان الله (۴٥) او بیا د محمد شهزاد (٣۴) وې.

ټولټال په لومړي میدان کې د افغانستان لوبډلې په پوره پنځوسو آورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ٢۴٩ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې ٢٥٠ هدف وټاکه.

په دویم میدان کې سریلانکا ونشو کړای چې هدف ته ورسیږي او ویکیټونه یې یو په بل پسې له لاسه ولاړل او د ټول لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ١٥٨ منډې جوړې کړې. د سریلانکا د ټیم تر ټولو زیاتې منډې، اوپول ټارانگا جوړې کړې چې ٣٦ وې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پخواني لوبغاړي، رئیس احمدزي د نننۍ لوبې وړاندې خوشبیني ښودلې وه او ویلي و چې د سریلانکا ټیم نه د افغانستان د ټیم مورال ډیر ښه دی. هغه د افغانستان د بریا امکان، ٦٠ فیصده بللی و.

د کرکټ د ٥٠آوره لوبو آسیایي جام یا ایشیا کپ، تیر ځل په ٢٠١۴ کال کې په بنگله دیش کې ترسره شو چې په هغه کې د سریلانکا ټیم اتله شوه. افغانستان په هغه ځل کې د پنځو ټیمونو ترمنځ، څلورم شوی و.

دا ځل د افغانستان په ټیم کې درې نوي لوبغاړي هم شامل کړای شوي دي: منیر احمد، چې بټسمن دی، او سعید شیرزاد او یمین احمدزی چې دواړه فسټ بالران دي. خو دغه درې نوي لوبغاړي د نن ورځې په لوبه کې نه و نیول شوي.

د ٥٠ آوره ایشیا کپ په سیالیو کې دا ځل شپږ ټیمونه لوبیږي، هغه داسې چې په لومړي گروپ کې هند، پاکستان، او هانگ کانگ، او په دویم گروپ کې افغانستان، سریلانکا او بنگله دیش شامل دي.

په لومړي پړاو کې به له هر گروپ څخه دوه دوه ټیمونه سوپرفور پړاو ته ووځي او د سوپرفور یا د څلورو غوره ټیمونو په ډله کې به هر ټیم بیا درې درې لوبې کوي.

د ایشیا کپ دغه ټولې لوبې د متحده عربي اماراتو په دوبی او ابوظبي ښارونو کې ترسره کیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG