لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په افغانستان کې د امن دپاره د خبرو ترڅنگ جنگ هم زیات شوی


رویټرز وايي په نژدې وختونو کې په کندز، هلمند او بادغیس کې جنگونه شوې
رویټرز وايي په نژدې وختونو کې په کندز، هلمند او بادغیس کې جنگونه شوې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې کېږي په هېواد کې جگړه هم زیاته شوې ده او رویټرز خبري ادارې لیکلي د پسرلي د موسم سره سم په جنگ کې اضافه شوي، فریقین په مذاکراتو کې لاس بری غواړي او څېړونکي وايي د جگړې په نتیجه کې په مذاکراتو کې ښکېل فریقین خپل دریځونه سختولی شي.

رویټزر د غیر رسمي رپورټونو له قوله وايي د مارچ په میاشت کې د افغانستان په جنوب، شمال او غرب کې په جگړو کې د سلگونو په شمېره کې افغان امنیتي عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي. په کندز کې دوه امریکايي عسکر ووژل شو او د امریکايي ځواکونو په بمبار کې په خطا افغان عسکر وژل شوې دي.

یو افغان امنیتي چارواکي رویټرز ته د هغه نوم د نه څرگندولو په شرط وویل سږ افغان ځواکونو عملیاتو کې چټکتیا راوستې ده او د زیاتې جگړې او زیاتو تلفاتو طمع کیدلی شي.

د انټرنیشنل کرایسس گروپ نومې څېړنې ادارې گرېهم سمت وايي د تېرو څو کلونو راهسې د موسمونو د بدلېدو سره په جگړه کې څه ډیر فرق نه کېږي او طالبان د خپلو مرکزونو سره نژدې جنگیږي او د جنگ مېدان ته د تگ دپاره د واورې د وېلې کېدو انتظان نه وباسي.

خو د دې باوجود طالبان هر کال د ژمې په ختمیدو د جنگ د موسم اعلان کوي. تېر کال یې خپلو عملیاتو ته د "الخندق" نوم ورکړی و.

سږ کال افغان امنیتي ځواکونو "خالد" نومې عملیات پېل کړې دي او د افغان امنیتي ځواکونو یو چارواکې وویل د عملیاتو هدف د استخباراتي معلوماتو نظام بهتر کول او په "دښمن" هدفي گزارونه کول دي.

د امریکې د پخواني صدر براک اوباما د حکومت راهسې د "جنگ او د خبرو" تگلاره استعمالیږي. یو سفارتکار وايي په افغانستان کې د جنگ زیاتېدل په سوډان او کولمبیا کې د حالاتو عکاسي کوي چې د پرامنه حل نه وړاندې هتله په جنگونو کې اضافه شوې وه.

خو د تېرو ١٧ کلونو راهسې په جنگ کې ښکیل افغانستان کې په جگړه کې اضافه مایوسۍ زیاتوي، رویټرز خپل رپورټ کې لیکي.

د ايي سي جي گرېهم وايي په تشدد کې زیاتوالی په شخړه کې د اړونده فریقینو دریځونه سختولی شي او په نتیجه کې یې د خبرو دلارې د مسلې حل په راویستلو کې مشکلات پېدا کېدی شي.

کله چې اجرایه ریئس عبدالله عبدالله نه د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د چټکتیا په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل افغان حکومت باید چې د هر صورتحال دپاره تیار وي.

د امرېکې د دفاع وزارت، پېنټگان ترجمان لېفټیننټ کرنل کون فالکنر وویل د امریکې په تگلاره او نه هم د افغان ځواکونو سره په ملاتړ کې څه بدلون نه دی راغلی.

د امریکې او د طالبانو د خبرو ورستۍ ناسته تېره میاشت وشوه او دواړو خواو پکې د پرمختگ خبره وکړه. د طالبانو په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي.

هم په دې لړ کې ښاغلی خلیلزاد د یو شمیر هېوادونو په سفر دی او د گل، دوشنبې، په ورځ افغانستان ته ورسیدو.

د خبرو تر څنگ د افغانستان په یو شمېر سیمو کې په جنگ کې هم اضافه شوې ده چې پکې د هېواد په شمال کې کندز، په جنوب کې هلمند او په شمال مغرب کې بادغیس ولایت شامل دی.

په بادغیس او هلمند ولایتونو کې په دوو حملې کې شااو خوا ١٠٠ افغان امنیتي عسکر ووژل شو. په کندز ولایت کې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې ١٣ ملکي کسان ووژل شو چې ١٠ پکې ماشومان وو او په هلمند کې د طالبانو په حمله کې یو شمېر نور ملکي کسان ووژل شو.

د نېټو ځواکونو ترمخه، د کندز ښار سره نژدې جگړه کې ٩۴ طالبان ووژل شو. هم په کندز کې دوه امریکايي عسکر هم ووژل شو.

رویټرز د طالبانو د یو مشر له قوله وايي په ورستیو کې د طالبانو یوه غونډه شوي چې پکې د ډلې په اینده تگلارې خبرې شوې دي. هغه وویل طالبان به هدفي عملیات کوي او ترجیح به دا وي چې د ملکي خلکو تلفات کم نه کم کړي.

رویټرز وايي ځیني طالب مشران په دې نظر وو چې موجوده تگلاره پرځای وساتل شي او د خبرو د پایلو انتظار ویستل شي. خو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي یوه میاشت وروسته د موسم تودیدو سره به حملې تندې کړي.

یو داسې سفارتکار چې هیواد یې د قاطع ماموریت ځواکونو ته عسکر ورکوي، رویټزر ته ویلي هغه په دې خبره شک کوي چې گني طالبان جنگ بندولو ته تیار دي. هغه وویل په خبرو کې د طالبانو د توازن د دردوند والي یو سبب د دوی (طالبان) جنگي فعالیتونه دي.

په جنگ کې زیاتوالی د ملکي تلفاتو په اړه تشویش هم زیاتوي او د نارویجین رېفیوجي کاونسل انتني نیل وايي تېر کال ٣٨٠٢ ملکي کسان وژل شوی وو. هغه وايي په تیرو دریو میاشتو کې د جنگونو د لاسه ۴٠٠٠ کسان بې کوره شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG